Ticker

6/recent/ticker-posts

پاتې شه باران دی –ناول لیکوال: مصطفی سالک

پاتې شه باران دی –ناول

لیکوال: مصطفی سالک 

داسې ورځ به کمه راتله، چې زه دې ټولګي ته راشم او د هغې سندره دې وانه ورم. هغې به هره ورځ سندره ویله، په پیل کې خو به د هغې پر شونډو موزون کلمات زما لپاره یوه عامه سندره وه، خو د وخت په تېرېدو د هغې سندرې زما لپاره یو نوې خوند پېدا کړ. زما احساسات به یې داسې په لړزه راوستل لکه د غره ویاله،چې به خپله نرمه او غلې سندره د خپلو غاړو نازک واښه په نڅا .راوليزموږ ټولګی هم عجیبه و،بس چې د ښوونکي سترګې به پناه شوې، هر څه به بدل،بدل شو په یو کنج کې به یې داسې شور ما شور و لکه د مني په ماښام کې چې چینجڼې د ځنګله په ونو کې چڼېدل د خپل ژوند یوازینې مقصد ګڼي،خو په بل کنج کې به د څانګې غلې سندرې سړي ته د څېړیو په پاڼو کې د نرمې هوا له نڅا .پېدا کېدونکې نغمه یادوله( بیا به چې استاد راغی په صنف به د صحرانۍ شپې خاموشي خپره شوه او ټول زده کوونکي به به خپلو خپلو چوکیو کېناستل نوزما ذهن به د ماضي په لور ګام واخیست او پر هغو شېبو به تم شو چې څانګه د لومړي ځل لپاره زموږ ټولګي ته راغلې وه. زموږ ښوونځی پېښور ښار سره نزدې و،نور کړه وړه یې د افغان مهاجرینو د عامو ښوونځیو و،بس دومره خبره وه چې نجونو او هلکانو به په ګډو ټولګیو کې زده کړهکوله. د ښوونځي ښکلې او پخې ودانۍ ګڼې خونې درلودې .خو زموږ د ټولګي کوټه خامه وهکله چې د ږده کوونکو او ټولګیو شمېره ډېره شوه،ادارې په عاجله توګه دا کوټه .جوړه کړه او زموږ په برخه ورسېدهښه مې یاد دي چې به هاغه ورځ ښوونکی تازه له کوټې وتی و، اسمان د شړکنده باران په رګونو کې د برېښنا شوخې جلوې شیندلې او چې د تندر ګړز به شو نو ځینې شوخې نجونې به په هیبتناک ډول یو بل ته غاړې وتې او څرګنده به یې کړه چې ګنې تندر وویرولې. ځینو به په غوږونو کې ګوتې منډلې،زمرک ور غږ کړ چې ځینې تاریخ پوهان په حقه پښتانه بني اسرائیل ګڼي هغوی به هم د تندر د غورځېدو پر وخت د مرګ له ویرې په غوږونو کې هم ستاسو په څیر ګوتې ورکولې. او چې باران زور واخیست نو د ټولګي چت څو ځایه په څڅېدو شو. بیا (نو شوخو نجونو ته خدای ورکړه. د ځانونو سره راوړې چترۍ یې په سرونو ونیولې او په ټولګي کې یې ښکته پورتهکېدل پیل کړل.په همدغه ګډوډۍ کې یو نا څاپه د لیسې سر معلم راننوته،چې تر شاه یې یوه لونده خیشته جینۍ هم والړه وه،حیا یې له رخسارونو په ورېدو وه او په خپل المده څادر یې د خپل بدن د هغو برخو د پټولو هڅه کوله چې د جامو د لوند والي له کبله یې د ځوانۍ مرموز نمایش کاوه. سترګې یې ځلېدې او له زلفو یې د باران .څاڅکي ورېدل کټ مټ هاغسې لکه د ستورو له شپې چې پرخه ووري.جینۍ ښکلې او جذابه وه،ځکه خو ټولو هلکانو په تږو سترګو ورکتلسر معلمې وویل دا جینۍ څانګه نومیږي،کړه وړه او ځانګړتیاوې یې د روایتي کلي والې پېغلې برېښي،خوزده کړه یې همدلته په پېښور کې کړې ده،پس له دې ګړۍ دا ستاسو ټولګي ملګرې شوه. پرې به پام کوئ،زړه به یې نه ماتوئ او په درسونو کې به ورسره مرسته کوئ. خدای دې وکړي،چې د ادارې دا هیلې پوره کړئ دا یې وویل او جینۍ یې پرېښوده.زما تر څنګه چوکۍ تشه وه راغله او کېناسته،دا چوکۍ د زرینې وه په هغه ورځ نه وه راغلې او چې صبا راغله پخه یې ورته پرېښوده. څانګه کېناسته په ټولګی کې بیا خبرې پیل شوې،خو څانګه .چپ،چپ وه(c)کله ، کله به یې د اږدو بڼو د پورته کولو جرات وکړ او په خپلو تورو بادامي سترګو به یې د ټولګي د لنډ تنګ چاپېلایر جاج واخیسته.هر څوک به چې ښوونځي ته نوي،نوي راغلل هفته نیمه به غلي و ، خو بیا به یې له شوخۍ نه زړو شاګردانو امان غوښت خو څانګه داسې ونه خته،د وخت په تېرېدو یې خپله خاموشي وساتله،بس سحر،سحر به یې د ټولګي نجونو ته په تت .اواز سندره ویلههلکانو به ډېر غوښتل چېله هغې سره خبرې وکړی خو هغې به لکه د هوښیارې .سیاستدانې خبره اوږدېدو ته نه پرېښوده بلکې لنډه به یې غوڅولهد هلکانو دا هڅې هم هېڅ بې هېڅه نه وې،څانګه له راښکونه ډکه وه،ښایست یې له حقیقته افسانو ته نږدې و،نریو شونډو سرخي یې تازه غوړېدلې غوټی ته پاتې کېده اوچې موسکا به پرې خوره شوه تشبیه موندل یې ناشونی برېښېده،بنده ویل بس چې ورکتی مې،په څېره کې یې یو عرفاني راښکون و،صراحي غاړه،نرۍ مال،هوارې هوارې نرۍ سپینې ګوتې بس د فطرت د تناسب او توازن غوره بېلګه وه نور به درته څه ووایم ، د حمزه بابا خبره ګوړې چکۍ وه که له هرې ډډې به دې په نظر وڅکله خوږهوه او زلفې یې ! داسې تورې،اوږدې او درنې وې،چې څه به یې درته ووایم،زرینې به کله،کله په شوخۍ سره ویل )ظالمې دا غرونه (c) :   Libraryغرونه زلفې به دې اوږې ماتې کړي او نرې مال ته خو دې لوی ګواښ دی،زه به یې درسره ګرځوم دا به یې وویل: د څانګې زلفې به یې پر خپلو اوږو خورې ورې کړې او داسې په کړس،کړس به یې وخندل لکه ځوانه برېښنا چې د ګورو ورېځو الندې غزونه وکړي. د څانګې څوکۍ که هر څو زما تر څنګ وه خو په کومه ورځ به مو چې د جغرافیې ساعت درلود. کله،کله به یې زما پر لور سترګې را اړولې، د هغې پاملرنه زما د خوښې سبب ګرځېده،خو یوه پرېشانونکي معما هم وه. دا زما لپاره ستر سوال و ، چې څانګه اخر ولې په هغه ورځ زما په لور سترګې را اړوي، چې د جغرافیې مضمون لرو،خو هېڅ نه کېدل او دغه راز لکه د تېره ازغي ال پسی زما پر ذهن خښېده،هڅه به مې کوله، چې د څانګې د دې ب حرکت په اړه فکر کول پرېږدم او ځان د استاد په تشریح کې ډوب کړم عجیکله به په دې هڅه کې پاتې راتلم او کله بریالی کېدم خو چې ښوونکی به نه و،ځان به مې بل راز مشغوالوه،بر شونډو مې لکه راګ بې کلیماتو زمزمه خپروله،تشه زمزمه به نه وه کومه پښتو اولسي سندره به وه خو اواز مې خوږ نه و له همدې کبله مې د کلیماتو له ادا کولو ډډه کوله او ورو ، ورو مې لکه د رباب .تشه نغمه ویلهشپې ورځې تېرېدې،د ژمې رخصتۍ راغلې ، زه چې له خپل سیالني طبیعت نه (c) Libraryمجبور یم د زمرک سره سوات ته الړم، سره له دې چې عام وګړي په اوړي کې سوات ته ځي ، خو موږد واورو مینې په ژمي کې بوتلو،د فطرت په منظرو کې ورک شوم،خو بیا به مې هم کله ، کله د جغرافیې ساعت او د څانګې په ترڅ کتل .رایادېدلمرمرین وجود به یې لکه د یوې خیالي ښاپیرۍ په څېر د سیند په څپو کې غزونې کولې. کله کله به مې هلته هم زړه تنګ شو،ویل به مې چې وزرې وکړم او د .سکون کومې ښکلې درې ته پرواز وکړم،خو دا ناشوني وهخو په یوه خبره کې مې بخت بېدار و او هغه دا چې زمرک راسره و هغه په ټولګي کې زما تر ټولو نږدې ملګری و ، ډېر ښه صفتونه یې لرل ، خو ذهانیت او شوخي یې زما ډېر خوښ وو. د هغه سره به مې خبرې اترې کولې،خو کله کله به ترې ګوښه شوم یوازې به مې د سیند سندره اورېده او د موجونو ښاماران مې .په وړو کاڼو وېشتل،خو هغه هم پوه شوې و،چې څه خبره خو شتهزما نه څو ګامه ور ایسته هغه هم د سیند په غاړه ناست و او د راډیو نه یې پښتو سندرې اورېدې،زما ذهن به هم کله نا کله د سندرې په لور اوړېده،په دې کې یو ناڅاپه د راډیو غږ بند شو. د زمرک غږ مې واورېد ، چې وې ویل هیلو ! هیلو ! چې ور ومې کتل خپله راډیو یې لکه ګرځنده )موبایل( ټلیفون غوږ ته نیولې وه او (c) ketabton.com: The Digital Libraryویل یې، هیلو ! غزنه غزنه وه دا ته په کومه دنیا کې ورک یې مړه سوات ته راشه،ستا خو نغمې خوښیدې سیند نغمه وایی د خوښۍ نغمه ډېره خوږه نغمه.ما چې د هغه دا پېغام واورېد لمن مې څند وهله او خواته یې ورغلم ،ورته مې وویل ته وایي چې سیند د خوښۍ نغمه وایي،که زه خفه یم نو بیا د غم او ښادۍ د ؟دې ګډون پایله به څه وي ځواب یې راکړ،چې ته خفه یې د سینددا نغمه به دې له زړه نه د خفګان ټول .ګردونه لري کړي او خوشاله به شېزمرکه ته چې څه وایي له یوې زاویې نه ښه وایې،خو زه فی الحال دا نه غواړم چې فطرت ته تسلیم شم،زه به هله له فطرت خوند واخلم چې د خپلې جذبې او تخیل په خم کې یې رنګ کړم هغه موسکی شو او راته یې وویل،تېره اوونۍ دې د فلسفې کتاب څه واخیست چې اوس په غمونو کې ښکال لټوې،سمه ده چې ته فطرت په خپل رنګ کې رنګوې،زه به په غوږونو کې ګوتې ورکړم ته د غره .نښترو ته اواز ورکړه چې ټول سریندې شي اوره بیا د ویر او غم سندرېزمرکه فطرت تر موږ ډېر پهلوان دی صرف په خیالکې مو پرې وس بر دی. د .حقیقت په دنیا کې زموږ نه ، بلکې د خپلو ثابتو قوانینو منونکی دیښه که ته خپله دنیا په خیال او تصور کې جوړوې،نو بیا خو ما تېری وکړ،چې (c) : The Digital Library.ستا د خیالونو دنیا مې ړنګه کړه.زمرکه له دې فلسفو به تېر شو،غور به وکړو،چې اوس کول څه په کار ديپه موسکا یې راته وویل : سمه خبره دې وکړه له دې ځایه پښې ویستل په کار دي زما هم خوښ نه شو،منحوس غوندې ځای دی ما او تا په کې ډزې وکړې خو ځه خېر بال وه او برکت یې نه و هوایي ډزې وې.زمرک خبرې کولې چې ناڅاپه یې له خولې ووتل،وزرې خو نه لرو چې والوزو او د ټولو هسکو غرونو ننداره وکړو،خو پښې لرو چې والوزو او د ټولو هسکو غرونو ننداره وکړو،خو پښې لرو ځه چې د غره سر ته وخېژو دا سیند به له هسکه ځه خامخا یو داسې سپین .ښامار ښکاری،چې له ډېره جنونه به یې خوله ځګونه کويخو زه وایم چې د ښامار پر ځای د چندڼو نغمې واورو،غوږ شه د پورې غاړې نه د رباب اواز راځی،مطرب خپل فریاد ته څومره ښکلې د نغمې جامې اغوستي،ځه .چې نن له دې قلندرانه بنډار نه فیض واخلوښه چې راتلو نو له حجرې مې رباب راخسته منع دې کړم او اوس دې د نغمو .ځنځیرونه زړه راکاږيد ټوکې به انداز مې ورته وویل ته مې ځکه د رباب له راوړلو ایسار کړې،چې دروند نه شې،زه خبر اوم،چې په سوات کې ربابونه ډېر دي.، ساړه مو کنګل (c) : The Digital Libraryکوي،ځه چېورځو زمرک راته وویل که ورځو هم خو څه حل به یې راوباسو.زمرکه د رحمان بابا دیوان خو راسره نه شته چې په پال پرېکړه وکړو،نوره ستا خوښه د ګوتو ښکیل راسره کوې او که شیر و خط ولو.ځواب یې راکړ نه اشنا یو کاڼۍ راواخله او د هغه کمره بیخ کې د والړو اوبو منځ .ته یې وله که څپې یې تر کمره ورسېدې ستا او کنه زما خبره به منېما هم کاڼی راواخیست او اوبو ته مې ووېشت ښه وه څپو یې کمره ته خوله .ورکړهزمرک نه بل جواز درلود او نه ځواب.راسره روان شو،خو بیا هم د خپل شوخ فطرت نه مجبور و ویل یې چل دې وکړ،خو ځه خېر دی،ما درته د کاڼي وویل تا د نر زوی هم داسې درغنه .راواخسته چې په عمر به دې نه وه جګه کړې،هسې نه نوم یې درته ویستی ويپه خندا مې ورته وویل نه زه بیخي روغ رمټ یم،چابک د رباب محفل ته .درځه،په دې خبره ما او هغه دواړه په خندا شو او د رباب بنډار ته ورغلو(c) : The Digital Libraryبنډار ښکلی ؤ کلیوال سیالني و یو لویه کېږدۍ یې لګولې وه د رباب او منګي غږ په غرونو کې داسې انعکاس کاوه، لکه ټول فطرت چې سندره وایي د کېږدۍ په منځ کې اور بل ؤ او څڼورو زلمو ترې د اتڼ ځنځیر تاو کړی ؤ، حیران خو هغه وخت شوم چي: زمرک رباب په غېږ کې ونیو او یو ځلبیا له سره یې د سوات .غرونه له نغمې وپنځولبنډار پای ته ورسېد د هوټل پر لور رهي شو، زمرک ته مې و ویل: اشنا هره ورځ به دې رباب، رباب کاوه نن مې ومنله چي په زړه کې دې جوش او په ګوتو .کې دې کوډې دي، زړه خو مې غواړي چېې پس له ننه دې ادم خان وبولم-نه، نه اشنا ډېر پام به کوې زه د وخت له درخانیو وېرېږم بلکې سخت وېرېږم .همدا خپل نوم زمرک مې په سر سترګو قبول او منظور دی-ښه ماته به رباب را زده کړې؟“هو خو هله چې درخانۍ پیدا کړې--بس داسې وګڼه، چې در مې موندلی او خانۍ ته ال ورځې پاتې دي.-مطلب دا چي د رباب تنهدې موندلې، خو تارونه ورخېژول یې پاتې دي، خو (c)  Libraryګوره کله چې ما د خیال جان استاد نه رباب زده کول پیل کړي و ګوړه مې ورته اېښې وه په داسې حال کې چې درخانۍ مې هم نه درلوده، ته خو یې درخانۍ لپاره .زده کوې په ګوړه کار نه کیږي د شاتو بوتل به راته راوړې-بنده ته منظور ده.-ښه اوس دا راته و وایه: چې د رخانۍ بي بي ده چېرته؟-دا به درته وایم، خو هله چې رباب را زده کړې.زمرک موسکی شو ویل څه دا د انتظار غر به هم پر اوږو واخلم، پوره استاذ یې .مجبور یم چي اوس زر تر زره درته رباب در زده کړم-دا کار خو در په غاړه دی، خو ځهچې اوس هوټل ته ځو.د هوټل کوټې ته چې ورننوتو زمرک په خپل کټ کې وغزېده او ما تلوېزون روښانه کړ ایله مې ورسره پام اوختی و چې زمرک په کټ کې اړخ بدل کړ او :راغږ یې کړغزنه وه غزنه ځواب مې ورکړ هن! بیا دې څه په زړه راوګرځېدل؟-هسې ما ویل چي خوشال بابا پېژنې او کنه؟-هو څه نا څه خو یې پېژنم، خو دلته د خان موصوف یادولو ته څه اړتیا وه؟ا


ړتیا دا ده چي دا مهال زه او ته دواړه په سوات کې یو او خان بابا د دې سیمې :په اړه د سوات نامې په نامه منظوم کتاب لیکلی دی، یو دوه بیته یې راته یاد ديدهتر کابل نه یې هوا د وړي ښه د کابل هوا ترخه د ده خوږه دهپه هوا کې د کشمیر په آب و رنګ دیحیف دا چي کشمیر ارت دی سوات تنګ دیزړګیه! زه چې لومړی ځل سوات ته راتلم د پښتو له ښوونکي مې سوات نامه اخستې وه او د هغه وخت له سواته مې ځان خبر کړی ؤ، پاتې شوه دا خبره چي خوشال بابا د سوات او کشمیر تر منځ ورته والی لیده، نو ما خو کشمیر نه دی .لیدلی، خو چې خوشال بابا وایي خامخا به همداسي وي-ته یې منه، خو زه د خوشال بابا په جغرافیه پوهنه شک لرم، نه منم چې د سوات .هوا دې تر کابله خوږه ويګوره ګیله من کېږه مه، څلور موسمه دي خوشال بابا وایي چې په وړي کې د سوات هوا د کابل له هوا خوږه وي، مانا دا چي په نورو موسمونو کې د کابل هوا په شاتو لړلې وي په دې خبرو زه او زمرک دواړه په خندا شو او بیا مو سره

پرېکړه وکړه چي د جغرافیه پوهنې په اړوند په همدې خبرو خبري پای ته ورسو .او د خوب جزیرې ته د تللو هڅه وکړوخو داسې نه شوه کېدی، د جغرافیې په اړه دومره ډېرو خبرو، ټولګى، د جغرافیې ساعت، څانګه او د هغې په ترڅ کاته رایاد کړي ؤ، زمرک ویده شو خو زما به د .څو، څو شېبو لپاره ایله سترګې ورتلېسحر شو او غرنیو مرغانو په خپلو نغمو سره د لمر د لومړیو وړانګو هر کلی وکړ، موږچای وڅکلې د هوټل د پیسو بیل مو ورکړ، بکسونه مو اوږو ته کړل او د پېښور د موټرو اډې ته روان شو. پر الره مو د شنو غرونو، سیند، مرغانو، ځناورو سیالنیانو او غرنینو وګړیو ننداره کوله، د واورین سوات د غرونو څوکې داسې برېښېدې لکه چې پېغلو ځانونه د سپینو زرو په پرېمانه ګاڼو پسوللي وي. یو ځای موټر ودرېده ماشومانو رامنډې کړې د دنداسې ګېډۍ یې پلورلې زمرک راته و ویل: “عجیبه ده خلک دلته د مزو لپاره راځي، خو خپل اوسېدونکي یې په بده ورځ دي تر دې چې واړه ماشومان یې په دې ګنګل، ګنګل واورین چاپېلایر کې د موټرو پسې د دنداسې ګېډۍ ځغلوي، آخر ولې”؟ورته مې و ویل ستا د ولې ځواب ښایي د ماضي د حافظې په کوم ګوډ کې خوندي .وي(c) : 


  Libraryخو زما په خیال دلته غرونه دي، د کر وړ مځکې لږې دي، له ښاره لری دی، چي سړی سحر مزدورۍ پسې وځي ماښام راشي، غر د حکومت تر ولکې الندې دی، خو که خلکو ته وسپارل شي زر به سپیره شي.زمرک پوښتنه وکړه حکومت هیڅ نه شي کوالی؟-ولي نه خو که دلته کارخانې راشي، ښار راشي فطري او ځنګلي ښکال له منځه ځي، د سیالنیانو د زړه راښکون لپاره دا خلک همداسې وروسته پاتې ساتل شوي. دا خلک داسې مثال لري لکه چي په واورو کې وچ کړل شوي وي او د نړۍ د .خلکو لپاره ترې موزیم جوړ شوی ويبله بېلګه یې نورستان او له غرونو بله غاړه د چترال کافرستان دی، امیر عبدالرحْمنخاندخپلېواکمنۍپهکلونوکېنورستانيمسلمانانکړلخوبلپلوکافرستان په زړه بڼه له خپلو کفري دودونو سره د نړۍ د نندارې لپاره موجود .دیزمرک پوښتنه وکړه دا ښه کار دی او که بد؟ما ورته و ویل د کافرستان ساتل د یو مغربي لرغون پېژندونکي په اند ښه کار .دی، خو مسلمان مبلغ به یې خامخا غندنه کويزمرک وخندل ته هم عجب استدالل کوې، غوڅه خبره نه کوې چې دا څېز ښه (c) :  


 Library.دی او که بد-رښتیا هم همداسي ښکاري د اشیاوارزښت نسبي دی، یو څیز له یوې زاویې ښه .او له بلې بد کېدی شيله دې خبرو وروسته خاموش شو، نه پوهېږم چي زمرک د خیال په کومه جزیره کې ؤ، خو زما د ذهن محور څانګه وه، تادي مې وه چې کله به بیا د څانګې .سترګې ګورمپېښور ته راورسېدو خپل سامان راسره و او څه ناڅه غرني سوغاتونه مو هم اخیستي ؤ، بار دروند برېښېده، ګاډۍ مو ونیوله د زمرک دوی کور پر الر ؤ، اول هغه کوز شو او بیا څو شېبې وروسته زه خپل کاله ته وروسېدم. رخصتۍ دوه .ورځې پاتې وې هغه هم په انتظار، انتظار تېرې شوې او لیسې ته الړمبیا د استاد له راتلو ترمخه په ټولګي کې شر او شور ؤ خو ماله وروستي کتاره غلې او خوږه سندره اورېده، کټ مټ هاغسې وه لکه د ګلورینې څانګې په نرمو .لوړو ژورو کې چې د سحر د باد له مستانه رقصه پېدا کیږيسندره په ختمېدو وه، زرینه راننوته څانګه یې ښکل کړه د څو اونیو تږې وه د شونډو بې واکه خرپ یې د ټولګي په شور کې داسې وبرېښېد لکه تنکۍ څانګه (c) : 


  Libraryچې د مرغانو د سیل تاب رانه وړي، ماته شي او سندریز غږ یې په شنه ځنګله .کې تر لرې، لرې خپور شيزرینه او څانګه ملګرې وې او بیا دواړه نجونې وې خو بیا هم دې ښکلولو زما په زړه کې د رقابت سپرغۍ وشیندلې. نه پوهېدم، چي څهوکړم د تختې خواته الړم تباشیر مې راواخیست او د غره یو انځور مې وکښه. زه انځور ګر نه وم خو د فطرت سره د مینې له کبله مې د غره د انځور د کښلو لپاره غېر منظم خو پوره ریاضت کړی و. انځور پوره شو او ترې الندې مې ولکیل “فطرت له جمال او جالله ډک د خدای )ج( هغه کتاب دی چې د نړۍ د هر نالوستي انسان سترګې یې هم لوستی شي.”دا جمله مې لیکلې وه یو ځل بیا مې لوسته چي د جغرافیې ښوونکې راننوته، غوښتل مې چې تخته بېرته پاکه کړم، خو چي د ښوونکې سترګې مې په کې خښې ولیدې جرات مې ونه کړ نېغ الړم او په خپله چوکۍ کېناستم. ښوونکې تهانځور او ترې الندي لیکل شوې جملې خوند ورکړ ستاینه یې وکړه، د غرونو په اړه یې ښایسته اوږده شېبه خبرې وکړې. دا بېله خبره ده چي د غرونو د ښکالیز ارزښت پر ځای یې د هغوی په جغرافیوي او ټولنیز ارزښت ډېر ټینګار وکړ ویل یې غرونه د زلزلو مخه نیسي، کانونه لري، څړ ځایونه لري، ځنګلونه لري او (c) ketabton.com: The Digital Libraryځنګلونه بیا د میوې باغونه، د ځناورو کورونه، د مرغانو ځالۍ او نور ډېر څه لري، د باران اورښت ته الره برابروي او د نېزونو مخه نیسي، خو په ټولو کې یې وروستۍ جملې خوند راکړ، چي ویې ویل: “غرونه او ځنګلونه د مځکې ګاڼه ده.”ما د ښوونکې د وینا پر مهال د هغې خبرې اورېدې خو کله، کله به مې څانګه هم د سترګو له کونجونو څارله ځنې وخت به یې سترګو لکه د غرنیو عقابونو زما په .لور ځغلند پرواز کاوهد جغرافیې ساعت پای ته ورسېد او استاده ووته، څانګې ماته رامخ کړ او په لومړي ځل یې راسره داسي خبري پیل کړېچي نېغ په نېغه یې د درس سره تړاو .نه درلود“-غزنه غرونه دې ډېر خوښ دي؟.”-هو غرونه سیندونه بلکې ټول فطرت مې خوښ دی که غلطي نه کوم نو تاسو د تختې له انځوره دا پر ځای اټکل وکړ څانګه په خندا شوه ویل یې “تاسو تېروتئ زه له پخوا نه پوهېدم چي په غرونو مین یې اریانونکې ده ما خو له تا سره هیڅکله پر دې اړه خبري نه وې کړې.”د دې پر ځای چي څانګه ځواب راکړي نوراني سترګې یې چې نرۍ شرابي (c) ketabton.com: The Digital Libraryموسکا په کې خپره وه زما سترګو سره وجنګولې الس یې زما کتابونو ته ورتېر :کړ او په موسکا یې راته و ویل“ستاسو په اجازه.”زما د جغرافیې کتاب یې راپورته کړ په غور یې وځیره او راته یې و ویل: “له کومې ورځې راهیسې چې ما ستا په کتاب دا عکس لیدلی نو زړه ته مې پرېوتې چي غرنۍ سیمې دې خوښې دي او نننۍ انځور ګرۍ خو دې زما یقین د پخلي تر کوره ورساوه.”زړه مې ولوېد د ځان سره مې و ویل: اخر د معما حل دا راووت تا ماته نه بلکې انځور ته کتل ما د سوچ په دریاب کې غوپې وهلې چې څانګې وپوښتلم“ د خیالمرغه دې له کومې شنې څوکې نه طوافونه پیل کړل، دا راته و وایه چي دا ښکلی عکس د کومې سیمې دی”.؟نه داسي هم نه ده د غروو په شنو څوکو سربېره زما د خیال او زړه مرغانو د یوانسان نه هم طوافونه شروع کړي. په دې خبره هغه له حیا نه لکه مڼه سره شوه زه هم د خپلي خبرې د اغېزې الندې راغلم او د خبرو سر او تال مې مات شو. څو شېبې زموږ دواړو سرونه ښکته و. داسي حالت و لکه چي ورته مې سپینه خبره کړې وي. چي څانګې درسره مینه لرم، خو بیا مې خپل شیندلي حواس (c) ketabton.com: The Digital Libraryراټول کړل او ورته مې و ویل: دا عکس چې زما پر کتاب لګېدلی دا زموږ د .خپل هیواد یوه ښکلې سیمه ده، دا بدخشان دیما د افغانستان ډېرې غرنۍ سیمې لیدلې دي خو د بدخشان د فطري ښکال په اړه مې یوازې کیسې اورېدلي او یو څو انځورونه مې لیدلي، نور نو داسېوګڼه چې “شهزاده په نالیدلي مخ مین دی.”څانګې زه د بدخشان غرونه ډېر وخت په خوبونو کې وینم خوله بده مرغه چې خپل منځي اختالفاتو زما لپاره هلته ورتلل د ښاپیریو له کوه قافه هم ستونزمن کړي دي، بویه چي دا هیله به مې کله پوره کېږي. خبره تر همدې ځایه رارسېدلې وه، چي د دري استاد راننوت څانګې په موسکا راته و ویل: )یار زنده صحبت .باقي( اوس به د حافظ ژبې ته غوږ شوپس له دې ورځې به اکثره وخت ما د کتاب پر ځای د رباب په تارونو او د نغمو .په مریو د څانګې یادونه لمانځلډېر ځل مې د زمرک دوی په حجره کې له ماښامه تر سهاره د رباب سره (c) ketabton.com: The Digital Libraryشوګېرې کړې دي خو ښوونځي ته به هم په خوښۍ سره تلم ځکه چي څانګه به .راسره غږېده او له یوې ورځې نه بلي ته نوره هم په زړه راننوتهپه هر بنډار کې مې په زړه ورېده هر چا سره مې ناسته تر جسمه تړلې وه پر .روح مې د څانګې د ښایست سیوری خپور ؤرباب مې د زړه لویه تکیه وه، نغمو به مې ټول وجود سپک کړ، عجب کیفیت ؤ. داسې به برېښېده لکه چې د نغمې سېلۍ مې د مادي وجود ټول ګرد او غبار وړی وي. ټول روح یم ټول سرور، سرور یم، لکه د آسمان د برجونو نوراني کوتره په غېرې مریي وزرونو الوزم او د ابدي سمندر پر سر د ښایست د ورکې جزیرې .پر لور پرواز کومکله، کله به مې احساس کاوه چي پېښور کې نه یم د یوه شنه او څپاند سمندر غاړه ده، باغي موجونه راځي د څانګې پښو ته تندی رسوي او بېرته ګرځي زه یې د سترګو خاموش طوفان ته له ربابه ژبه په پور اخلم او د سمندر د الفاني سندرې برخه یې ګرځوم هغه چي کاینات یې له ازله تر ابده اوري خو مړیږي پرې نه. د رباب نغمو به زما په وجود کې نه ایره کېدونکی انګار شینده او په غرونو غرونو اتش فشان به اوړېده، بېخي هغسې لکه وحشي سیلۍ چې پر یوه بوټي لګېدلی اور پر ټول ځنګل خپور کړي هغه چي المده نښتر او وچې څېړۍ یو شان خپلې(c) ketabton.com: The Digital Library.غېږې ته راکاږي، لمبه یې آسمان ته خوله ورکوي او له جالله ډکه سندره وایيیوه ورځ چې ښوونځي ته الړم او د څانګې سترګې مې لکه د بزکشۍ آسونه په مستۍ کې ولیدې، نو پوه شوم چي د صبر واګې مې له واکه په وتو دي. ټوله ورځ نشه، نشه وم روایتي الره مې غوره وبلله او نیت مې وکړ چي لیک ورته ولیکم خو ویره هم راسره وه، ما ویل هسې نه چې وړاندې تر لوستو مې لیک ونه .څیري، خفه نه شيکه خفه شوه په هر قیمت به یې پخال کړم خو که لیک مې د “ایمرجنسي” تر سر لیک الندې راغی ښه به ونه شي، بلکې وبه شرمېږم د “ایمرجنسي”اصطالح زموږ په ټولګي کې ځانګړې مانا لرله او هر څوک پرې پوهېده. دې وېرونکو اټکلونو هم له خپله هوډه وانه ړولم قلم کاغذ مې راواخیستل او د خط په لیکلو مې .داسې پیل وکړزما د وجود پر کایناتو د نغمو خورې ورې څانګې!د ښایست سر او تال دې مات مه شهسپین سترګی مې ګڼې او که مطلبي، بې وقوفدرته ښکارم او که لېونی ستا خوښه ده، خو زه مجبور یم بلکې بیخي مجبور یم، ستا دې په خپلو نوراني سترګو (c) :  


 Libraryقسم وي، ستا دې په خپلو ورېښمینو سندرو قسم وي زما الفاظ یو ځل ولوله، ایله یو ځل، وایي چې روحونه لکه د وجود سر او تال جوړه پېدا کیږي. یو د بل مینه او تکمیل وي، خو فلک غمازي کوي. یو یې په یوه زمانه کې دنیا ته راشي او بل په بله کې، لیده کاته یې ونه شي، زندګي یې زندان شي او یوه ورځ یې د ژوند سقراط د اجل شراب وسکي، بیا نو تر محشره په لحد کې د زړه داغ د انتظار څراغ وګرځوي بیا به څه کیږي )وهللا علم.(کله، کله په یوه زمانه کې راشي، خو یو یې د مشرق شي او بل د مغرب، دا ټپه :یې انځور ددیچي د دیدن نصیب یې نه ويپه یو کوڅه کې سره وړاندې وروسته شینهخو کله بیا زما نه زرینه پېرزوینه وکړي او دواړه روحونه د یو چم ګاونډ وګړي .کړي. ادم او درخو له همدوی نه وته زما له وجوده جدا شوې څانګه یې، خدای ته وګوره نیمګړی مې مه پرېږده، .تکمیل راوبخښه، تر ځوابه مې د انتظار چاړه پر زړه خښه وګڼه-غزن(c) :  


 Libraryسبا چي ښوونځي ته الړم، لیک ال زما په جیب کې و، خو پوهېدم چي ساعت په ساعت خپل حواس بیلم کېدی شي حالت مې هغه مجرم ته ورته و چي د پولیسو مرکز ته یې بم وړی وي تفریح ښه موقعه په الس راغله، اخوا دېخوا مې وکتل دوه درې کسه په ټولګي کې پاتې وو خو خپل نوټونه یې رسول، څانګه او نور .زده کوونکي دباندي وتي وولیک خو مې د څانګې د الجبر په کتابچه کې کېښود، خو ماته مځکې ځای نه راکاوه، ایسارېدل راته لویه نفسیاتي ستونزه ښکارېده په لنډو ټکو مې د رخصتۍ یوه رقعه ولیکله سره د دې چې ټول ښوونکي په اداره کې راغونډ و او دا پوښتنه یې ذهن ته راتله چې زه ولې رخصت اخلم؟ خو رقعه مې له مدیر صاحب نه را امضاء کړه، هېچا ته مې ورنه کړه. د حاضرۍ په کتاب کې مې کېښوده او د لیسې دروازې ته مې مخه کړه بیا نو هغه د دروېش دراني خبره:زه په داسې تلوار و وتم جانانهلکه خالص چې څوک بندي شي له زندانهد اطمنان ساه مې واخیسته او دکور په لور روان شوم په کور کې هم مضطرب وم، ځان ته مې مشغوال کته له ځان سره مې فکر وکړ فلسفه جړه تنسته او الینحله (c) :  

 Libraryمعما ده کېدی شي چې د څو شېبو لپاره مې په خپله دنیا کې ورک کړي، خو خوند یې رانه کړ، توري ګونګ شوي و، بې مانا تورې کرښې د کاغذ پر سینه غزېدلې وې هېڅ یې نه ویل تلویزون مې روښانه کړ هغه هم د موهومو عکسونو او ګډو وډو آوازونو امتزاج و، رانه هیر دي چي تلویزون مې بند کړ اوکه روښانه پاتې شو. له کوره و وتلم او د زمرک دوی حجرې ته الړم، رباب مې له مېخه راکوز کړ، خو ګوتې مې رېږدېدې هیڅ یوې نغمې سر نه نیو، بیرته کور ته راغلم، له پرېشانۍ ډکه شپه راخوره شوه کله وېښ کله وده، خو سحر شو لمونځ مې وکړ، نیمه پیاله چای مي وڅښه، له ځانه سره مې کرل رېبل چې الړ شم او کنه، څه به راتهوایي؟لیکخویېحتماًلوستیدی،ځکهچېننبیاالجبرلرواوپرونمعلمکورنی کار هم راکړی و، چي لوستی یې وي څه به یې ویلې وي هسې نه ترپایه یې لوستی نه وي، ټوټه، ټوټه یې نه وي کړی. وه خدایه “ایمرجنسي” نه شي، زړه نا زړه وم، خو توکل مې وکړ ښوونځي ته الړم او ټولګي ته ننوتم سالم مي واچوه خو د شیندلو حواسو له کبله پوه نه شوم چي چا راته وعلیکم السالم و ویل، څانګه راغلې وه، چي ور ومې کتل په څېره کې یې حیا او حېرت خاموشه ښکال پنځولې وه. نوراني سترګې یې ښکته وې، د اوربل وېښتان یې بار، بار له تندي راښوېدل .او هغې په ارام سره په خپل الس پورته کول.

پوه شوم چي لیک یې لوستی، خو د ځواب اندازه یې راته نه لګېده، ماال په تصور کې د اټکلولو غوټې پرانستې چې پېکۍ د تختې له مخه چغې کړې. )ایمرجنسي، ایمرجنسي، ایمرجنسي( دي سره په ټولګي کې داسې خاموشي خپره شوه چې د استاد په ټینګار هم نه راتله، دا لومړۍ ورځ نه وه د “ایمرجنسي”غږ به تل له .ځانه سره داسې خاموشي راوستهپیکۍ و ویل: حسب معمول بیا “ایمرجنسسي”کېس دی یو چاته محبت نامه لیکل .شوې ده چي ستاسو پاملرنه ورته را اړول غواړمزړه مې درز وکړ له ځانه سره مې و ویل: هماغه څه وشو چې ترې مې ډار درلود تر دولسمه راورسېدم په ایمرجنسي کېس کې نه وم راغلی خو نن ګیر شوم .او پوخ ګیر شوملیک د پېکۍ په الس ؤ، خو د شاګردانو د تلوسې لپاره یې خبره اوږدوله او نه یې لوسته پوښتنې یې کولې، چي دا لیک به چا لیکلی وي او چاته؟ که څوک سم ځواب و وایي: یو خود کار قلم انعام لري، چا شوخي جینۍ آواز ورکړ، زرینې به څانګې ته لیکلی وي. څانګه لکه د تصویر څانګه غلې وه، خو زرینې له :وروستني کتاره و ویل(c) :  


 Libraryهغه تېر شول چې مې مینه په غال، غال کړهاوس په درست جهان رسوا ده په غال نه دهزموږ خبره خو ایمرجنسي نه ده هر څوک پوهېږي چې څانګه زما ملګرې ده، زمرګ ورته و ویل په ارام کېنه دا لندن نه دی چي له جینۍ سره دې د جینۍ مینه .جواز پیدا کړي-محترمه ستا له قانوني معلوماتو یوه اروپا مننه، زموږ مینه داسې پرنګۍ هم نه .ده چې ته یې انګیرېد مشرق تقدس خو هم موږ نجونو ساتلی، ګنې ستاسو زړونه خو به د اروپا په .عیاشۍ هم ساړه نه شيزمرک په دې ځواب پرېشان غوندې شو له زرینې یې بخښنه وغوښته او ورته یې و ویل چې: زما مقصد یوازي او یوازي ټوکه وه، که زه پوهېدی چې ته به پرې خفه کېږې یوه کلیمه به مې هم نه وه ویلې، دې خبرو نور هم پرېشانه کړم ځکه چې زرینه د څانګې ملګرې وه، بله دا چې د هلکانو کردار ته ګوته نیول شوې وه  په ټولګي کي ال اټکلونه روان و چې پېکۍ و ویل (Quite Be(غلي شئ، هوایيډزې مه کوئ، د بې ګناه خلکو پر سرونو پرېوزي، دا محبت نامه د یوولسم ټولګي یو ماډرن مجنون ماته لیکلې ده، نو ځکه یې لوستل هم مناسب نه ګڼم.(c) ketabton.com: The Digital Libraryدې خبرې سره مې زړه ښه شو، خو بیا هم پوره آرام نه و، شاګردانو پېکۍ ته .چغې کړې نه، نه، نه منو اوس به یې خامخا لولې.پېکۍ هم شرمېده او هم خندېدهویل یې مجنون صاحب په یو پاکټ کې د مادهوري او شاه رخ خان پوسټ کارډ او یو لیک لري د هلک په نوم به حاضر ساعت کاڼی کېږدو خو لیک یې واورئ: “مای ډارلنګ پېکۍ (you love I(ته زما ډېره خوښه یې، ځکه چې ستا سترګېد کاجل او شونډې د مادهوري دي، که انکار دې وکړ نو د خیبر هسپتال مخې ته چې کوم د اوسپنې هوایي پل دی له هغې نه به هغه مهال سړک ته راټوپ کړم چي د ښوونځي د نجونو موټر تېریږي پرېږده چې چخپیت مې کړي او که له رخصتۍ نه وروسته د ښوونځي مخې ته د شیرو کاکا له دوکانه د فانتا بوتل واخلې او ویې سکې په لیدو به دې زه وګڼم چې ته له ما سره محبت کوې.”زرینې له شوخۍ نه په ډکه لهجه ورغږ کړ د فانتا پیسې یې رالېږلي که نه؟ پېکۍوخندل او د ټوکې په انداز یې و ویل که پېسې یې رالېږلې وای ولې به یې کیس .ایمرجنسي کېدهخبرې تر همدې ځایه رارسېدلې وې چي ښوونکی راننوت، پېکۍ ترې بخښنه وغوښته او خپلې چوکۍ ته الړه، ښوونکي هېڅ هم ونه ویل ځکه چې ټول (c) :  



 Libraryښوونکي زموږ له شوخۍ نه خبر و، ډېر ځل داسې شوي چې ښوونکی به راغی .موږ به چوکۍ یوې ډ ډې ته کړې وې او په ټولګي کې به مو اټن کاوهساعت ختم شو ښوونکی و وت او پېکۍ یو ځل بیا د تختې مخې ته ودرېده، لیک او پوسټ کارډ یې په الس کې وو. موږ هیله درلوده چي په لیک کې به څه خبري پاتې وي، اوس به هغه ولولي، خو پېکۍ و ویل چې: بل څه په کې نشته ټیپر ته ورته یو زړه یې رسم کړی، دومره ډېر غشي په کې خښ دي لکه پوځیانو چي پرې “چاند ماري” کړې وي.پېکۍ دا و ویل: لیک او پوسټ کارډ یې ټوټه، ټوټه کړل او له هماغه خپله پاکټه .یې ورته تابوت جوړ کړزموږ د ټولګينجونو ته کله، کله همداسې محبت نامې راتلې خو ټولو ژمنه کړې وه چي د ایمرجنسي په اعالن به یې د ټولو په مخ کې لولي، بیا به یې ټوټه، ټوته عاشق ته ورلېږي، خو د خدای فضل دی هېڅ عاشق به په لیک کې په ورکړي اخطار وفا نه کوله، نجونو به په خپل دې کار ویاړ کاوه، خو پههلکانو دا خبره ښه نه لګېده کله، کله به یې په ټوکه، ټوکه کې ویل چي نجونې دغه محبت نامې د کورنیو له غړو پټې په تشنابونو کې لولي، که خوند یې ورکړ، خو هماغسې په مینه ځواب ورکوي او که لیک یا شخصیت بې خونده وي، نو بیا یې په ټولګي کې (c) :   Libraryایمرجنسي کړي او کله، کله به یې د نجونو نه د هلکانو انتقام په بل ډول اخیسته، په خپله به یې ځانونو ته د نجوو له خوا لیکونه لیکل د ایمرجنسي تر عنوان الندي به یې لوستل او بیا به یې د نجونو په څېر ټوټه، ټوټه کول خو ډېرې نجونې د دوی .پر دې چل خبرې وېساعت پسې ساعت تېرېده خو څانګه خاموشه وهد رخصتۍ زنګ و وهل شو، .څانګې ته مې کتل چي ماته، ماته له ټولګي و وته، زه هم کور ته الړمسره د دې چې د څانګې په یو دوه خبر نه شوم خو بیا هم له تېرې ورځې نه مې پرېشاني کمه وه ځکه چې د “ایمرجنسي” له شرمه بچ شوی وم.بل سحر چې ټولګي ته الړم څانګه راغلې وه، زما د سالم سره یې ایله یو نظر راوکتل، د یو مرموز سرور احساس یې راکړ، په سپینه منګل یې راپریونې زلفې پورته واړولې او ځان یې د کتاب په لوستلو مشغول کړ، د ورځې په تقسیم اوقات کې جغرافیه هم لیکلې وه خو څانګې په غلطۍ هم نه راکتل لومړي ساعتونه پای ته ورسېدل تفریح شوه. څانګه وروستي کتار ته الړه زرینې سره کېناسته نورې نجونې او هلکان بهر و وتل ما په ځان کې د وتلو تاب نه درلود، ناست پاتې شوم او ځان مې د فزیک د سوالونو په حلولو بوخت کړ، قلم مې په سپین کاغذ ګرځېده خو غوږ مې وروستي کتار ته و، زرینې څانګې ته و ویل چې نن سبا مړاوې، (c) :  


 Libraryمړاوې ښکارې کوم نوی باد خو به نه وي را الوتی، څانګې ورته په غلې او .سنجیده لهجه و ویل په اسانه ژبه راته و وایه څه ویل غواړېزرینه ورته په خندا شوه په اوږه یې ورته الس واچو او په نرمه او خوږه ژبه یې ورته و ویل: ښکلې څانګې بلکې زما خپلې څانګې، ولې خفهیې؟ ناروغه یې کهکوم بد خبر دې اورېدلی؟ څانګه یوه شېبه غلې وه. داسې ښکارېده چې د هغې دا خاموشي به زما زړه هم خاموشه کړي، خو رښتیا ده چې تر ګل نازک انسان کله، کله کاڼي نه هم کلک شي، خبرې بندې شوې ځان مې لږ څه په ډ ډه کړ او د سترګو له کونجونو مې ورکتل، څانګې د زرینې سترګو ته وکتل قلم یې راواخیست سرپوخ یې ترې لرې کړ پر سپین چونه شوي دیوال یې ولیکل “ایمرجنسي.”څه، څه امیرجنسي!؟ اخر د دنیا سترګو ته هم ولیدې د دې په ځای چې ځان مې ستا په زلفو کې پټوه په کار وه چې ته مې چېرته پټه کړې وای، خو تر کومه به مې پټولې لمر خو په ګوته نه پټیږي خېر، دې ښاپیرک سرسه خو په وروسته ګورو، اوس په تخته یوازې خبرتیا لیکم “ایمرجنسي”زرینه ودرېده خو زما زړه ولوېده، بس قسمت مې مل ؤ، څانګې د لمنې له کونجه ونیوه او ورته یې و ویل: د .خدای ومنه مه کوه داسې ولې مې شرموې(c) :  


 Libraryزرینه بېرته کېناسته او په شوخۍ سره یې څانګې ته و ویل ښه صاحبې چې راز په راز ساتې نو بیا ځان ولې خفه کوې، چا درته دومره پوخ دام کېښود چې له دواړو پښو په کې ونښتې، دا ماهر ښکاري دی څوک چې په هوا یې درته “ایمرجنسي” دام کېښود او ته یې ونیوې.د زرینې پوښتنې داسې وې لکه چې: زه ملزم یم او د دعوې وکیالن زما د جرم د .اثبات لپاره قاضي ته دلیلونه وایيڅانګه چپ وه، خو چې څو ځله زرینې ورته اوږه وسکونډله او په خوږه لهجه یې ترې پوښتنه وکړه، ما ورته د سترګو له کونجو ورکتل چې څانګې راته ګوته ونیوله، په زرینې مې هم یو سرسري نظر تېر کړ د غم او خوښۍ ګډ احساس یې .په څېره کې وپړکېدهدواړه څو شېبې غلې پاتې شوې، خو زرینې سکوت مات کړ دې صاحب خو کله د ښایست وجود نه مانه او کله به یې په مینه شک کاوه، واه، واه شیخي څه شوه او هغه فلسفې په کومه الړې، بیا یې د څانګې الس په خپلو السونو کې ونیوه ا و ترېنه یې پوښتنه وکړه،آیا تاته د هغه مینه منظوره ده؟ څانګه غلې وه او زما پر ژبه د دعا الفاظ ښوېدل، بس حالت مې داسې و لکه مجرم چې قاضي ته مخامخ والړ وي، یو خوا خوږه آزادي وي او بله خوا اعدام، خو خبره تر بلې نېټې (c) :   Libraryوځنډېده د ښوونکي سالم د چاپېلایر هغه خاموشي ماته کړه. چېد څانګې ځواب .ته منتظره وهڅانګه هم راپاڅېده او په خاموشو قدمونو خپل ځای ته راغله د زنګ په پرله پسې ټنګولو درسي ورځ پای ته ورسېده، د څانګې خاموش ځواب هیله من کړی وم، د رخصتۍ زنګ نه و هغه د حمزه بابا خبره د اسرافیل شپېلۍ وه روغ قیامت یې راوست له څانګې یې بېل کړم کورته الړم، شېبې لکه پیلوځي تېرېدې، سیزونکې وې خو زما د زړه په ژورو ګړنګونو کې یې خوږه نڅا کوله، سبا چې د ښوونځي .پر دروازه ورننوتم زرینه راته له مخکې والړه وهځان یې سنجیده کړ پر شونډو یې دومره موسکا خپره کړه چې ایله حساس یې کېده ویل ېې خانه پرون له رخصتۍ وروسته څانګې ستا لیک راوښود دا د خبرو کوډې دې د همدې لپاره زده کړې وې چي په څانګه یې وکړې، که د الفاظ زور د .محبت اثبات شي د بې زبانه مخلوق په مینه به څوک باور وکړي-زرینې دا د څو کتابونو ګرځول زما د پوزې پېزوان شو اور ولګه په ادب او فلسفه، زه خو یې په خوند مړوم، د کوډو په نظر مې په عمر نه دي ورکتلي، زرینه موسکۍ شوه خو دا ځل لږه ډېره، ویل یې غل مه نیسه چې غل به تا ونیسي .کار دې هم کړی او په الفاظو کې سپرغۍ هم شیندې(c)  Libraryرښتیا یې ویل زه هم لږ جذباتي شوی وم، خو صرف په دې خبره چي زما مینه یې د خبرو استادي ګڼلې وه. دا ځل مې په نرمه لهجه ورته و ویل ګوره زرینې! خیر دی هغه لیک به پر ځای پرېږدو ته زما د سترګو خاموش موسیقیت وګوره، آیا د څانګې تصور په کې نه ناڅي؟ توري غریبان به زما د زړه خبره څه وکړي، .زما مینه سمندر او توري د کالل پیالې، څنګه به یې ظرفیت ولريزرینې په کړس، کړس وخندل ویل: “زه مرم له غوچې ته بیا وایې چي غوچې” نوره نه پوهېږم څانګه دې د ځان په لور درکږه کړې ده پخوا راباندي ښه لګېدې، اوس راباندي بد لګې، خو څومره چي راباندي بد لګې هومره راباندي ښه هم .لګېورته ومې ویل د لفاظۍ تور په مالګوې او معما ته وایې هم درباندې اوس ښه لګم .هم بدویل پوخه استاده ماشوم مه جوړېږه ښه هم راباندې د څانګې له مخه لګې او بد هم ما غوښتل چې خبره پرې بیخي بربنډه کړم، خو شوخ یې راوکتل او په تګ، تګ کې یې و ویل: )عاقالن پی نقطه نګردند.(زه هم ورپسې غلی، غلی د ټولګي په لور روان شوم، چې ننوتم سترګې مې د څانګې چوکۍ ته وې لکه د برېښنا پړک یې په ځغلند ځلېدونکي نظر راوکتل او (c) : 


  Libraryسترګې یې دوه مستې توتکۍ وبرېښېدې هغه توتکۍ چې د سرور په وزرونو له شنې څانګې والوزي، په مالق مالق تیرې شي خو د خوږې سندرې په څېر یو .مرموز خوند د فضا په رګونو کې پرېږديزه هم الړم او په خپله چوکۍ کېناستم، د ټولګي نګران ښوونکی راننوت د تختې .تر څنګ ودرېد او داسې یې خپله وینا پیل کړهګرانو زده کوونکو! تاسو به خبر یاستئ چې کلنیو ازموینو ته مو ایله څو ورځې پاتې دي، سر له سبانه درسونه بند دي، بلکې له نن ورځې یې بند وګڼئ خو اداره هیله لري، چې غیر حاضري به نه کوئ، استادان به هم راځي ستاسو مشکالت او ستونزې به هواروي، هڅه وکړئ چې وخت بېځایه تېر نه کړئ، هوښیاران وایي چي )وخت لکه سره زر دى( ستاسو د بریالیتوب په هیله مو په خدای سپارم، هو رښتیا د ازموینو د مهال وېش پاڼه د ادارې پر دېوال لګېدلې ده کتی یې شئ.د استاد خبرو ورو، ورو زړه راتنګوه خو ښه وه خبرې یې په لنډو غوڅې کړې، د استاد له وتو سره سم د رخصتۍ زنګ وټنګېده د لیسې په انګړ کې شاګردان ډله، ډله د مهال وېش خواته روان وو او ځینو خو د مهال وېش کتل مناسب نه ګڼل ویل یې بیا به شي، پهدومره خوښۍ سره له دروازې وتل لکه له بنده چې وځي، خو زما د قد مو سر او تال مات و، ځکه چې له دولسمه وروسته د څانګې لیدل (c) .   Library.راته یقیني نه ښکارېدل څانګه هم ماته ماته له زرینې سره روانه وه

د کور په خوا رهي شوم پښې مې پر مځکه وې خو فکرونه مې د شک او یقین په کش مکش و، کله به مې ویل چې له امتحانونو وروسته به مې بیا نظرونه د څانګې په ورېښمین اوربل ونه زانګي بیا به مې ځان ته ډاډ ورکاوه، کېدای شي چې هغه د پوهنتون لپاره له کلي راشي او سره یو ځای په یوه څانګه کې داخله واخلو ټوله ورځ او شپه مې د ښکلې ماضي او شکمن مستقبل په سوچو کې تېره کړل،سبا چې ښوونځي ته الړم څه شاګردان راغلي و او څه په راتلو کې و، څانګه هم راغله، د فزیک ښوونکی راننوت او له شاګردانو یې د هغوی د درسي ستونزو په اړه پوښتنه وکړه، ډېرو شاګردانو ویل لومړی تمرینونه اسان او .وروستي ګران ديله پایه به د پیل په لور حرکت وکړو، خو څانګې د ټولو مخالفت وکړ ویل یې له پیله به د ستونزو هوارول ښه وي، زه که په الف پوهه نه شم د “ب”ګردان به راته بې ګټې وي، خو بله خوا بغیر زما نه ټولو د څانګې مخالفت وکړ. استاد یوه شېبه غلی شو بیا یې د ټولګي د پرانستې دروازې له الرې د لیسې په منځ کې شنه چمن ته وکتل بیا یې شاګردانو ته مخ کړ او ورته وې ویل ستونزه به حل شي د غزن له کورنیو کارونو راته اندازه لګېدلې چي په فزیک کې هم تکړه دی، که څه (c) :   Libraryمشکالت نه لري نو بیا دې غزن او څانګه خپلې چوکۍ پورته کړي او د چمن په منځ کې د توت سیوري ته دې د څانګې پوښتنو ته ځواب ورکړي او که کومه .ستونزه رامنځ ته شوه، زه همدلته یمماچي د استاد خبره واورېده پر دې خبره مې هیڅ فکر ونه کړ چې زه په وروستیو تمرینونو کې ستونزې لرم او که نه، ودرېدم چوکۍ ته مې الس کړ او استاد ته مې و ویل زه تیار یم. استاد څانګې ته هم و ویل چي خپله چوکۍ اوچته کړي او له ما سره چمن ته ووځي زه تر دروازې تللی وم چي شاته مې وکتل څانګې هم خپله چوکۍ راخسته، زرینې ته مې هم پام ور واوښت په مانا خیزو موسکو سترګو یې زموږ پر خوا راکتل، ما او څانګې د چمن د اونې سیوري ته مخامخ چوکۍ واچولې، هغې په رېږدېدلو ګوتو د فزیک د کتاب پاڼې اړولې خو هېڅ پوښتنه یې نه کوله، زما سترګې هم ښکته وې او د بڼو الندې مې د هغې د .مضطرب پېغلتوب ننداره کولهما سترګې پورته کړې خو هغې ال الندې کتل، باالخره یې منورې تورې سترګې راپورته کړې سترګې مو سره وجنګېدې، بل راز کیفیت و، د لومړي ځل لپاره مې حواس له داسې تجربې سره مخ و، په تېره باڼه یې لکه په شاتو لړلي غشي زما په زړه راخښېدل ځان راته لکه د افالطون فلسفه له دې مادي نړۍ نه ماورا د (c) 


 Libraryازل په الهوتي سیمه کې ښکارېده چې دوه سترګې په کې لکه روښانه توري ځلېدل وخت هم خپله مانا بېللې وه، داسې راتهښکارېدې لکه چې دا سترګې ما .لیدلي دي هغه زمان چې کاینات نه وخدایزده تر کومه به مو سترګې جنګولې وي خو د څانګې باڼه ښکته شول زه هم څو شېبې غلی وم، زړه مې وغوښتل چې څه و وایم خو الفاظو ترتیب نه مونده :خو زړه مې ټینګ کړ او ورو غوندې مې ورته و ویلڅانګې باور لرې چې درسره مینه لرم؟ د هغې شونډې لکه د ګلورینې څانګې په رپېد و شوې ما احساس کاوه چې ساه یې لنډه، لنډه کېده، څو ځله یې ځان ځواب ته جوړ کړ خو جرآت یې ملګرتیا ونه کړه کټ مټ هاغسې لکه وزر غوڅې کوتره چې له برجه د پرواز اراده وکړي، ټیټه پورته شي خو پر ځای ناسته پاتې :شي، باالخره په ډېره ستونزه یې دا جمله له خپلو ګالبي شوډو رابېله کړه)با، با، باور نه ایمان لرم.(په دغه وخت کې یوې ابدي نېکبختۍ زما روح ته خوله ورکړه او یو نه .بیانېدونکی سرور یې زما په وجود کې له وېښتو نه تر پښو خپور کړد چمن د غاړې ګالن په نرۍ هوا کې داسې رپېدل لکه زه او څانګه، د اونې د پاڼو جنګېدو نرۍ نغمه جوړوله لکه زما په خوشبختۍ چې السونه پړ کوي. له (c) ketabton.com: The Digital Libraryڅانګې نه مې پوښتنه وکړه چې ولې دې له سندرو الس واخیست؟ په ټیټو سترګو موسکۍ شوه ویل غزنه، وړاندې خو په ما الفاظ سندره کول، ستا مینې زه ټوله سندره، سندره کړم اوس خو کله، کله زه د خپلو سختو هډوکو او مادي بدن احساس هم نه کوم، بس لکه ستا د مینې له اهنګه چې جوړه یم، ما پخپلو سترګو .واوره زه ټوله سندره، سندره یمڅانګې ته له اوله سندره وې د ستر شاعر سندره ستا سترګې لکه غېرې مریې الفاظ له ازله زما د زړه په ګنبد کې موزونې غزونې کوي.زما له داسې خبرو سره به هغه د حیا په اوو پردو کې پټه شوه، د پښتنو مینه چې له سترګو الفاظو ته رسي همداسې کیفیت راځي، موږ خبرې هم کولې او د فزیک د کتاب پاڼې مو هم اړولې، په دې کار سره زموږ هڅه دا وه چې څوک شک ونه کړي هغه مهال چي د ګالنو سیوري راګرځېدل موږ له ښوونځي راووتو او بېلتون په بېلو الرو د کورونو په خوا ولېږلو، زه په دې ورځ له ډېرې خوشالۍ نه په کایناتو کې نه ځاېدم نغمه، نغمه وم، الرې راته د رباب تارونه ښکارېدل، هر قدم یو مضراب و چې زما روح ته یې پرواز ورکاوه.(c) ketabton.com: The Digital Libraryکور ته ورسېدم کتابونه مې یوې خواته و وېشتل بېرته و وتم او ځان مې د زمرک دوی حجرې ته ورساوه، هغه هم راغلی و کتاب یې لوسته، کتاب مې وربند کړ ویل یې دا پر تا د چا وشوه، کله مې لوست ته هڅوې او کله مې کتاب بندوې د دې پر ځای چې د پوښتنې ځواب یې ورکړم اتڼ مې پیل کړ، هغه راته خندل او ما اتڼ کاوه او څومره به چې زما په اتڼ کې جوش راته هومره د هغه خندا له واکه وته، تردې چې له خندا نه چپه پروت و او خپل تشي یې نیولي و، آخر له خندا نه ړنګ بنګ راپاڅېد او زهیې ونیولم ما ځان نه ورکاوه، خو چې راته یې و ویل له خندا به مې مړکړې پر .ځای ودرېدمویل یې ته خوبه که چا بیخي مجبور نه کړې په ډله کې دې هم اتڼ نه کاوه دا نن کومه هوا را الوتې، ورته مې و ویل اشنا ولې به اتڼ نه کوم نن خو ټول کاینات لکه د بنګو پېمانه اتڼ کوي. په خندا یې راته و ویل بنګو ته دې لکه چې الس واچو ځواب مې ورکړ چې اشنا بنګ مې نه دي سکلي بلکې د تخیل په سیمه مې (c) ketabton.com: The Digital Libraryپه جریبونو، بلکې په خرورنو بنګ ټوکېږي راته یې په استفهامیه انداز و ویل نو بیا؟نو بیا دا چې در مې درخانۍ شوه، هغه خوشاله شو ویل ښه ده غزنه چې ستا د زړه درز کوشیر وموند، خو ته هم اوس له ادم خانه کم نه یې خدایزده له کومې څانګې نه دې شهباز جوړ کړی ؤ، ځه چې ځو ښار ته د دې خوښۍ په تحفه کې به درته رباب واخلم، رښتیا هم بازار ته الړو او رباب یې راته واخیست او بېرته د زمرک دوی حجرې ته راغلو راته یې و ویل زړګیه ما خو درسره کړې ژمنه پوره کړه، رباب دې زده کړ اوس ته ماته وایه چې ستا درخانۍ څوک وه؟-سمه ده اول به درته یوه نغمه وغږوم بیا به درته درخانۍ وښایم، هغه راسره ومنله او ما هم رباب په غېږ کې ونیو، غوږي مې ورتاو کړل او چې سر یې ونیو :نو دا سندره مې په نغمه کې را واړولهداګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونو یارهنهږلۍ وریږیمه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی(c) ketabton.com: The Digital Library.په نغمه کې دومره ګرم راغلم چې ځان او جهان مې هېر ویو وخت مې زمرک الس ونیو او راته وې ویل ظالمه لږ خو ځان ته پام وکړه له جامو دې خولې څاڅي او د رباب دې هم کار وکړ که پرې ایښى مې وای نو یا خو دې د رباب تارونه شلول او یا د خپل زړه رګونه. رښتیا دا سندره خو به څانګې هم ډېره زمزمه کوله زړه خو دې هلته ځاله نه ده جوړه کړې!؟ورته مې وویل اشنا تا د خپلې پوښتنې ځواب خپله ومونده، هم څانګه زما درخانۍ ده.واه غزنه! څه غرنی ګالب دې انتخاب دی په هر تول پوره ده، هسې د فزیک استاد تهخو به دې هم دعا کړې وي. ومې پوښته چې هغه څنګه؟ راته یې وخندل ویل نن سحر یې څومره ښه موقعه درکړه، ما هم ورسره ومنله او د فزیک .ښوونکي ته مې د دنیا او آخرت خوښي وغوښتهزمرک راته و ویل: زه به د کتاب په کرښو کې ډوب شم اوس ستا او ستا د رباب خوښه آرام کوئ، او که د ماښام ډوډۍ ته ایسارېږي ناوخته و بخښنه مې ترې .وغوښته او خپل کور ته الړمبیا نو چي کله لیسې ته الړم، کله به مې د څانګې سره په خوله خبري کولې او کله .په سترګو، خو د ازموینو لپاره مو تیاري هم کوله(c) ketabton.com: The Digital Libraryیوه ورځ یې راته و ویل: غزنه! ایله څو ورځې پاتې دي زه خو بههر کال د اوړي په رخصتیو کې وطن ته تلم خو دا ځل مې زړه درزیږي هسي نه چې پالر .مې د بیرته راتلو مخالفت وکړيما ورته و ویل: مه ډارېږه! پالر به دې ولې مخالفت کوي ته خو دلته هم د خپل .ورور سره وسېږېهغې یو سوړ اسویلی وکړ او وې ویل، دا خبره نه ده د لیسې په دورهکې هم د کلي خلکو زما د پالر په هکله پسپسک کاوه چې پېغله لور یې مکتب وایي! په کلي کې خو بي بي شي غټ څادر په سر کړي خدای خبر چې پېښور کې څنګه ژوند تېروي؟ زموږ خلک بل راز دي هغوی وایي چې هلک هم پاکولتیي شي نو له اسالمه الس وینځي او د نجونو لپاره خو د پوهنتونتصور هم نه شي کوالی اخر پالر غریب به مې تر کومه په غوږونو کې مالوچ ګرځوي، غزنه زه خو ډېره پرېشانه یم خدایزدده څه به کېږي؟د څانګې خبرو خفه کړم، سترګې مي لمدې شوې له ځانه سره مې و ویل اخر تر کومه به موږ داسې یو، کله به زموږ د غرونو په جنګ ځپلو کنډرو کې د دړګیوپر ځای د علم څراغونه روښانه شي، خو بیا مې خپل ځان په کابو کې راوست او :څانګې ته مې داسې ډاډ ورکول پیل کړل(c)  Libraryڅاانګې مه خفه کېږه، داسې به نه کېږي ستا پالر د ناوړه روایاتو خالف بغاوت کړی دی، چي ستا د ښوونې روزنې دومره غم یې وخوړ خامخا به دې پوهنتون ته هم راپرېږدي. خو دا راته و وایه چې پوهنځی به کوم انتخابوې؟ ته و وایه ته به کوم پوهنځی انتخباوې؟ ما ورته و ویل زه خو ستا مینې د سندرو، خبرو او .رباب سره اشنا کړم ادبیات به و وایم-که د زړه خبره درته وکړم زما هم ادبیات خوښ دي د ادبیاتو د ښوونکي دا خبره مې په زړهلګېدلې چې )ادب د ژوند تفسیر او د هغې د بدلون لپاره وسله او استدالل دی( زما همدغه هڅه ده چې ژبه او استدالل زده کړم چې په ټولنه کې کره او کوټه خبرې او روایتونه بېل شي نو بیا به بدلون هم امکان پېدا کړي ګڼې .ګمان مې نه شي چې زموږ د پرمختګ دا وړۍ شړۍ شيخو رښتیا دا راته و وایه چي رباب دې د څه لپاره زده کړ؟.په موسکا مې ورته و ویل په رباب کې مې تا پسې ویر کاوه دا لنډۍ دې نه ده :ورېدلېرباب زما په غېږ کې راکړهزه مې د خپلې ځوانۍ ویر په کې کومه

غزنه اوس هم ویر کوې؟-نه اوس خوشاله یم.-نو بیا ولې راته د ویر لنډۍ وایې؟:ښه غوږ شه بله درته وایمخدای دې زما د غېږ رباب کړهچې اننګي دې لکه غوږي تاوومهلنډۍ مې و ویله خو سمالسي پرې پښېمانه شوم هېڅ نه شو کېدی اوبه له ورخه تېرې وې، څانګه له حیا نه لکه مڼه سره شوې وه ، اوږده باڼه یې ښکته کړل او .غلې شوهڅو شېبې مانه همد خبرو چل هېر شو خو بیا مي د لنډۍ د اغېزې د پټولو په نیت ورته و ویل: رښتیا له ازموینو وروسته به په لېسه کې د کانکوور کورسونه .پیلیږي، ته ورته ایسارېږې او که وطن ته به ځې؟خبرې یې پیل کړې خو په لهجه کې یې د لنډۍ نه د را پېدا شوې حیا رنګ محسوسېده. ویل یې نهورور مې د ازموینو نېټه پالر ته لېږلې ده راځي به زه نه شم ایسارېدې. البته کتابونه او نوټونه به له ځانه سره یوسم که پالر مې د لوړو (c) :   Libraryزده کړو لپاره قانع کړای شو تیاري به هم وکړم او کانکور ته به هم ځان راورسوم امتحانونه راغله او تېر شول د خدای فضل و، زه څانګه او زمرک په .ښو نمرو بریالي شود نتایجو په ورځ مدیر صاحب ټول زده کوونکي په کتاب ودرول او وې ویل: )د دولسم ټولګي د زده کووکو لپاره مېلمستیا ترتیبوو، د لېسې ټولو شاګردانو ته بلنه ورکو، د بري لیکونو ورکړه او یوه سټېج ډرامګۍ د غونډې برخې دي. خو چای شربت او ځیني نور څه به هم وي، هیله من یم سبا به راتلل نه هېروئ. والسالم(د مدیر صاحب په بلنه سبا ډېر شمېر شاګردان لیسې ته راغلي وو، بلکې د څو تنو ناکامانو او هغو شاګردانو سربېره، چي د سخت رقابت په پایله کې یې خپله نمره .بایللې وه ټول راغلي ولومړی شاګردانو یوه ډرامګۍ سټیج کړه چې پر افغانستان د جنګ د ناوړه اغېزو ځغلنده ا نځور ګري یې کوله، بیا مدیر صاحب سټیج ته راغی، د لیسې پر کلنیو هڅو او کارونو یې رڼا واچوله بریالیو زده کوونکو ته یې بري لیکونه ورکړل او نور یې لیک او لوست ته وهڅول، بیا تفریح ته ورته فضا جوړه شوه د سټیج مخې ته هیڅوک نه و مالزمینو چای، شربت و وېشه وروسته اناونسر د سټیج شاته څرګند شو او د الډسپیکر د مایک په ټنګولو یې د شاګردانو پام د ځان پر لور کړ. (c) :   Libraryوې ویل تاسو ټولو ته معلومه ده چې په داسې موقعو زمرک د خپل ځان سره رباب راوړي، داسې ښکاري چې نن به په وروستي ځل د هغه نغمې زموږ د لیسې له انګړه پورته شي ځکه چې هغه فارغ شو پوهنتون ته به ځي. په هر حال زموږ له ګوتو ووت، زه بلنه ورکوم هیله ده. چې په ارام ډول او د زړه په غوږونو به یې واورئ.(په سټیج درۍ غوړېدلې وه، اناونسر میک ورښکته کړ زمرک هم ورغی، رباب ته یې ګوته واچوله، داسې رباب یې وغږوه چې پخوا یې په لیسه کې نه و غږولی او ولې به یې نه غږوه په لیسه کې یې وروستی رباب و ټول استادان او زده کوونکي داسې غلي او حیران و لکه بتان، هغه بتان لکه چې یوه زمانه یې د دې .رباب نغمو ته انتظار کړی وياونو، بوټو او ګالنو ورسره لکه ماهر نڅاګر په منظم سر او تال رقص کاوه،وڅو په زړ پورې نغمې یې وغږولې او بیا یې رباب غږول بس کړل، ما یک ته یې خوله ورنزدې کړه او ویې ویل، درنو حاضرینو زما رباب خو مو ډېر اورېدلی، زما یوه ملګري اوس اوس رباب زده کړی، هغه به په دې وروستۍ غونډه کې د لومړي ځل لپارهرباب وغږوي. غزن ته بلنه ورکوم چې سټېج ته راشي زما د نوم په اورېدو د زده کوونکو تر منځ کونګوسې پیل شوې، یو تر بله یې ویل (c) :   Libraryغزن! غزن!؟ غزن او رباب؟ زمرک بیا بلنه راکړه جرات راته ګران و. خو د .زمرک او نورو ټینګار اړ کړم چي یوه نغمه وغږومهماغه نغمه:دا ګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونه یارهږلۍ وریږینهمه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دیچې له سټیجه راکوزیدم نغمه مې په ذهن کې کړنګېده او خورو وروحواسو مې ورسره د شاګردانو د السونو پړکا یو ځای کوله. له کومې خوا مې د زرینې آواز هم اورېده. چې ویې ویل: “ته خو په ساده کې تیله دار وختې”خو زما په هواره ځمکه پښې ښوېدې بارانونه نه و راغلي خو چې د څانګې څنګ ته ورسېدم بڼو پورې یې دوه سپینې ځلېدونکې اوښکې نښتې وې، تر ناوخته په لېسه کې وو. څانګې او زرینې راسره مخه ښه وکړه زما سترګې هم د څانګې په شان لمدې .شوېپه تلو، تلو کې څانګه لکه د ګلو لښته کږه شوه په سرو سترګو یې راوکتل، زما د نظر غېر مریي السوو یې ډېره لمنه ونیوه، خو د بېلتون السونه دېر زورور و، د (c) :   Libraryزېړ لمر په وړانګو کې هغه یو زرینه مجسمه ښکارېده، زما نظرونو یې تر هغې .پښو ته ځان غورزوه چې پناه شوهزما څانګه د بېلتون سېلۍیوړه، زما ښکلې څانګه زما ګلورینه څانګه، او زه! زه لکه خزان وهلې ونه پاتې شوم، د خوږو نغمو مرغۍ والوتې یوازې سپېرو سیلیو زما په وجود کې ویرونکی ساز غږاوه. زما سترګو څانګه بېللې وه، ټول کاینات راته ناامیده جوارګر ښکارېدل، لکه چې قمار یې وهلی وي، لکه چې ښایست یې بېللی وي، لکه خپل ټول رنګ و نور یې چې له السه ورکړی وي، بېخي بل راز شوی وم د ژوندي الش کلیمه راته د ډرامو او ناولونو یوه مړه اصطالح ښکارېده، .خو د څانګې له تلو وروسته وپوهېدم، چې ژوندی الش هم ويد کانکور کورسونه هم پیل شول زه او زمرک هم ورتلو خو زما ذهن به لږ وخت په ټولګي کې او ډېر وخت بل ځای و. هغه ځای چې المې د سر په سترګو نه و لیدلی، د څانګې په کلي کې به وم هغې ماته ایله همدومره ویلي و چې د سپین غره .په لمنو کې وسېږيما به په خیال کې څانګه جوړوله، غره ته به ځي، په نرۍ مال به درانه منګي په سر وي شوخېغرنۍ نجونې به یې چېړي تنګوي به یې خو چې هغه به خاندي او که خفه به وي څانګه پوهېده چې غرونه مې خوښ دي، هغه به زما تصور (c) :   Libraryچېرته، چېرته ګرځوي د بزرګې څوکې سرته به مې خېژوي، ابشارونه به راباندې اوري، د نښترو په څانګو کې به راسره زانګي او د چینې اوبه به راباندي .شینديد کانکور کورس هم په ختمېدو شو وروستۍ ورځ وه له زرینې نه مې پوښتنه .وکړه: څانګه نه ده راغلې له احواله یې خبره یې؟هغه خوشاله نه ښکارېده، زما له پوښتنې سره یې په څېره کې نور خپګان هم خپور شو، هغه پخوانۍ شوخي یې نه وه سر یې ټیټ کړ ویې ویل غزنه د ورور کور ته یې ورغلې وم، څانګه نه وه راغلې او د ورور په خبرو کې یې هم د هغې د راتلو د امید توري نه وو، داسې نه ښکاري چې د څانګې کورنۍ به هغه لوړو .زده کړو ته پرېږديد زرینې خبرو په چرتونو کې الهو کړم هوډ مې وکړ چې څانګې ته د زرینې له خوا یو لیک ولیکم او موقعه یېهم وه، د ګرمۍ موسم و، بهر باران په ورېدو و، ټول شاګردان یې د نندارې لپاره برنډې ته وتلي و، ما لیک د زرینې له خوا پیل .کړ دا دوه رنګي زما فطرت نه، بلکې مجبوریت وکلیوالې جینۍ ته د هلک له خوا لیک لیکل، داسې جرم و چې د څانګې د مرګ سبب هم ګرځېدی شو نو ځکه مې د زرینې د نوم په تکیه دا کار کاوه، بیا هم ځان (c) :   Libraryراته ښه نه ښکارېده خو له ځان سره مې و ویل زه خو دا کار په پټه نه کوم زرینه به هم خبروم ترې، لیک خو به هم هغه د څانګې ورور ته سپاري، د لیک بل جواز مې دا ګاڼه چې د څانګې پالر ته به هم څو خبرې ولیکم ګوندې څانګه لوړو .زده کړو ته پرېږديیوه به مې جمله لیکله یو ځل به په فکرونو کې ډوبېدم لیک به مي نیم ته رسولی و چې باران زور واخیست زمرک له کړکۍ نه اواز راکړ وه غزنه دباندي راوځه .ډېر ښکلی باران دی او باد خو ترې لکه د استاد مطرب پستې نغمې راوباسيما ورته وویل اشنا بس ته والړ اوسه زما په ځای هم نغمې واوره زه نه شم .دروتیځواب یې راکړ راوځه ګنې زه درپسې درځم، پوه شوم چې نه یې مني برنډې ته ورووتم رښتیا هم ښه شېبه وه، ونې بوټې یې په سندرو راوستي وو خو زما زړه له خپل نیمګړي لیک سره و څو شېبې والړ اوم ، بیا مې د زمرک زنې ته السوروړ او ورته مې و ویل ته له بارانه خوند اخله یوه ضروري لیکنه مې نیمګړې پاتې ده. بس چې پوره شي بېرته راوځم، ښه و راسره یې ومنله د ټولګي په دروازه چي ورننوتم د سترګو په رپ کې مې حواس بدل شو د څانګې د راتلو .ورځ را په یاد شوه(c) :  Libraryد ټولګي د شاګردانو شور او شوخي مې پر زړه راوورېده دا ځکه چې د ټولګي چت څو ځایه په څڅېدو و، خونه څانګه لکه لمده کوتره د لومړي ځل لپاره زموږ ټولګي ته راغلې وه او نه شوخې نجونې چترۍ په سر د کوټې ترچت الندې .ګرځېدېله ټولګي مي بېخې کرکه وشوه، که کتابونه او لیک مې نه وای خامخا به ترې بېرته وتلم خو چې چوکۍ ته ورسېدم لکه ټول چت چې راباندي پرېوتی وي هغه څه شوي و چې ما یې توقع هم نه لرله. په کتابونو مې کوټه څڅېدلې وه او نیمګړی لیک له منځه تللی و په رپاندو السونو مې کتابچې راواخیستې په مخامخ دېوال مې سترګې ولګېدې د څانګې لیک هماغسې تازه و “ایمرجنسي”وپوهېدم چې په لیسه کې پاتې کېدل بې ګټې، بلکې ستونزمن دي، غریو نیولی وم، حواس مې پوره په کنټرول کې نه و، ټول بدن مې لکه پاڼه په رپېدو و او په هر قدم مې د پرېوتو ویره وه، څانګه نه وه، خو سندرې یې زما په مغزو کې قیامت جوړ کړی و:دا ګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونه یارهږلۍ وریږینهمه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی(c) :   Libraryباالخره د کانکور امتحان هم راورسېد ورمو کړ زه و زمرک ادبیاتو ته الړو او .زرینه رانه د طب په لور بېله شوهپووهنځي ته مې تلل پیل کړل، خو حالت مې له یوې ورځې نه بلې ته په خرابېدو و، ذهني تمرکز مې له السه ورکړی و، د استادانو درسونو ته مې پام او توجه نه شوه کوالی، که استاد رانه سمدالسه د خپل تشریح کړي درس پوښتنه کړې وای په ځواب کې به یې لکه بې حسه بت خاموش پاتې شوی وم، ایله یو تن استاد داسې و چې زما باغي پام به یې رام کاوه او هغه ځکه چې د مینې او ښکالقدردان و ټول کاینات یې پر همدې محور ګرځول خو کله، کله به مې د هغه خبرو ته هم پام نه و، یوه ورځ زمرک د پوهنتون کانتین ته بوتلم او راته یې و ویل د .څانګې بېلتون لکه کمان په مال کوږ کړې، هېرولی یې نه شې؟په حېرت سره مې ورته و ویل: څانګه هېرول، ایله خو یې د یادولو وخت راغی، .ایله خو وپوهېدم چې څانګه څنګه وه او څوک وه؟زمرک راته و ویل محصل د ادب یې او ګرځوې د فلسفلې کتابونه ځکه خو دې دا حال دی آیا څانګه وروستۍ جینۍ وه نورې کمې دي، )و وایه چې څومره مشتري درته پیدا کړم.(مننه! خو ځنې ښایستونه له حساب کتاب نه بهروي. لومړی هم وي او وروستي (c) :  


 Libraryهم زما لپاره څانګه همداسې ده بلکه دا چې هغې د پوهنتون ارمان درلود، داسې .که هر غزن خپله څانګه پرېږدي د بې وسۍ دا ګراف به خورا لوړ الړ شيعجیبه ده زموږ خلک د زوی د زده کړو لپاره د پالر نیکه هډوکي پلوري، مځکې خرڅوي خو د لور تعلیم شرم ګڼي او ځیني خو مې داسې هم لیدلي چي د زده کړې لومړی ګام د کفر په لور ګڼي زه بیخي حېران یم دا خلک به کله له تعلیم سره اشنا کېږي او د حافظې پر تخته به کله دا جمله لیکي چې ښځه هم انسان دی، خو زمرکه زما دا استدالل عام دی په خاص ډول هغه زما معشوقه ده، مین یم پرې هجران یې اور دی سیځي مې ایره کوي مې او بیا زه خو مجبور یم د خپل :تقدیر او فطرت په السونو کې ګیر یم، د خوشال خان بابا دا شعر سمه خبره لريزه خو شرابي یم شېخه څه راسره جنګ کړېبرخې ازلي دي کاشکې ما د ځان په رنګ کړېله دې وروسته زمرک هېڅ ونه ویل، څو شېبې غلی و، بیا یې ساعت ته وکتل ویل یې ټولګي ته د تلو وخت دی وربه شو ما هم ورسره خوښه کړه کانتین واال .ته مو پیسې ورکړې او د ټولګي په لور مو مخه کړهسبا چې زمرک ولیدم بیا یې کانتین ته بوتلم ویل یې څه مې درته راوړي ومې (c) :   Libraryپوښته چې څه دي؟ ویل یې که درته یاد وي ما پهسوات کې درته د چا نوم اخیستی و، نومونه خو ډېر و خو یو په کې د یاد ساتلو وړ نوم و، ماال غور کاوه چې راته یې وویل: بس دی په حافظه زور اچول درته ښه نه دي دا یې وویل: او له یوې کاغذي خلطې یې د خوشال خان خټک دیوان راوویست، ښایي تا دا کتاب لوستی وي خو زه یې درته ډالۍ کوم ویې لوله ساعت به دې ورسره تېر شي. زه .هم په دې ډالۍ خوښ شوم، کتاب مې ترې واخیست او د کانتین نه و وتو.بله ورځ زمرک په یوه خالي ساعت کې راته و ویل څنګه و خوشال بابا؟زه لږ غلی شوم ورته مې و ویل: څانګې، څانګې و، د هغه باز او شاهین پر سپین غره وزرېراکاږي د څانګې پر وطن، په ځالنده توره کې یې هم د څانګې څېره ښکاري، څه به درته وایم د خوشال دیوان دزړه د مینې لپاره غوړ لرګی دی المې :پسې اور تازه کوي خو د ټولو نه ښه خبره چې خوشال بابا کړې ده هغه دا چيهر چي خوږ د ښکلي مخ په مینه نه ويد جهان په مخ اوده راغی اوده الړزمرک وخندل ویل یې په خوب کې هم سړی د ښکلي مخ په مینه خوږېدی شي)په تورو، تورو شپو کې زه رنګین خوبونه وینمه( ته مې نه ګورې چې په لیلیه کې (c) :   Libraryسحر له خوبه راپاڅم سترګې مې لمدې وي همدغه اوښکې وي. دا د مینې یو .مکتب دی چې سر الري یې د سلطان محود لټان ديهغه دا خبره وکړه خو چې ماته یې پام شو په بله دنیا کې ورته ښکاره شوم راغی تر څنګه مې کېناست زما الس یې په خپل الس کې ونیو ویل یې ولې زما په کومه خبره خفه شوې؟ ما ورته وویل تا د اوښکو یادونه وکړه د معشوقې بېلتون هم عجیبه وي د اوږده انقالب غمیزو ته لکه غر والړم وم خو بېګاه مې اوښکې وڅڅېدې په څانګې پسې، خو خفه پرې نه یم اوښکې زما د مادي وجود برخه ده، .څومره یې چې له السه ورکوم هومره مې ورسره روح پیاوړی کیږيزمرک راته و ویل زموږ نړۍ مادي ده، دلته به د مادي وجود هم قدر کوې زما طبیعت بحث ته نه و برابر، نو ځکه مېورته و ویل ستا خبره سمه ده، خو هغه په موسکا کې راته و ویل، لکه چې دې خبرې مې فلسفیانه رنګ درلود، ځکه دې خوښه کړه. یوازي همدومره مې ورته وویل چې کېدی شي، دواړه موسکي شو او لیلیې ته الړو. (c) :   Libraryلیلیې ته به زه او زمرک ډېر ځله یو ځای تلو. یوه ورځ یې راته وویل غزنه ډېر بدل شوې، دومره بدل شوې چې اوس دې زه هم نه شم بدلولی، خو یو بدلون درکې رانغې او هغه د بدخشان د تصویر سره مینه ده، په لېسه کې دې هم پر کتاب لګولی و او اوس په پوهنتون کې دې هم په کتاب لګولی دی، ومې پوښته چې ګنې دا ښه نه دی ویل یې ښه دی، خو ډېره به ښه وای که د کومې پښتنې .سیمي انځور دې پر کتاب لګولی وایما ورته و ویل چې: ما د افغانستان ډېري سیمي لیدلي، بدخشان ال پاتې دی بس په انځورونو یې مینه ماتوم، ته خو تعلیم یافته یې سترګور یې داسې خبرې دې د وینا راښکون کموي. که افغانستان باغ بولې، ګالن به یې خامخا اقوام وي، بله دا چې د باغ ښادي هم یوه وي او غم یې هم، په سپرلي کې وغوړیږي او په خزان کې مړاوي شي، یو سرحد ترې تاو وي او له یوې ویالې اوبه سکي که د هر ګل رنګ (c) : 


  Libraryبوی بدل دی، نو دغه بدلون او تغییر هم د نورو ګالنو وجود ورکړی، که یوازې په صحرا کې وې له چا سرهبه یې ځان پرتله کاوه څنګه به یې د پېغلې په اوربل .زنګل او څنګه به شملې ته خاته، زمرکه په یو ګل نه پسرلی کیږي:ځکه خوشال بابا وایيد سحر باده ګزر په چمن بیا کړهپه چمن کې رنګا رنګ ګلونه واکړهزمرکه ستا نشنلزم غېر فطري دی او چې غیر فطري دی د ګټې پر ځای به تاوان .ولريزمرک موسکی شو، ویې ویل: زما نشنلزم غېر فطري صحیح، فطري خو ته هم منې؟ ما ورته و ویل: د قام مینه په الشعور کې ده نسل په نسل راځي، د قام هومره لرغونتوب لري که په “وحي” پرېکړه کوي. محمد“ص”ویاړي چې قریش دی او که په عقل یې فیصله کوي افالطون ویاړي چې یونانی دی زه هم مسلمان انسان یم، همداسې یم که پښتون خوښوم له بله قامه به نفرت ولې کوم. بس .همدومره قام خوښوم چې بدخشان مې خوښ دی له ننګرهار سره عشق لرمزمرک پوښتنه وکړه او که یو قام پر بل تېری وکړي ظالم قام باید ختم نشي؟ نه

زمرکه په قام کې ځوانان، سپین ږیري، ماشومان، ښځې، بلکې په رحمونو کې ویده ماشومان هم راځي. د ټولو تېری کول د فطرت قانون نه دی، که بېځایه تېری کوي هغه به د یو مقصد لپاره راغونډ شوي اشخاص وي، هغوی سره جګړه په کار ده د یوه هېواد د دننه د قامونو جنګ یو فطري او رېښتونی عمل نه، بلکې د سیاسي جادوګرو سیاسي کوډې دي زمرک راته و ویل ته خو بدلون نه منې، خو .ما دې دا استدالل د زړه له تله ومانهزمرکه زه انسان یم کاڼی نه یم هره شېبه بدلېږم د کایناتو بدلون منم، خو د خیر .بدلون نه منم، ځکه چې خیر مینه ده ا و مینه زما څانګه دهورځې تېرېدې خو خپله معشوقه مې لکه څانګې، څانګې ارغوان د زړه له درزه الپسې په غځیدو او خورېدو وه. د رباب په تارونو او د فلسفې په کرښو کې مې ځان ورکول خپله مشغوال جوړوله، خو ځای یې نه راکاوه بیخي هغسې لکه چې سیندونه مړه جسدونه له تله سرته ولي. له یوې ورځې نه مې بلې ته ذهني فشار او د غړو سستوالی په ډېرېدو شو، خوب او خوراک مې بېخي کم شو. بس همدې غم خوړم چې د زړه مېوه داره څانګه مې د بېلتون سیلۍ یوړه، په دماغو مې څه چل کېده، د بدن په بېال بېلو برخو کې مې دردونه پېدا شول، ساه مې بنده، بنده کېده، (c) ketabton.com: The Digital Libraryباالخره د کټ یې کړم، خو له خیاله مې نه وته د خاطر دا مصرعه به ډېره رایادېده چې )زما د واړه عمر کار دې وکړ( خبره ډاکټرانو، معایناتو، عکسونو، :عالجونو او دواګانو ته ورسېده، بس هغه خبره وه چېهلک مین شو رنګ یې زېړ شومورې یې زیړي بابا ته وړي چې روغ به شینهیوه ورځ زمرک سره هغه ډاکټر ته الړم چې له پېله مو غوره کړی و. څه نا څه مې ورته حالت څرګند شوی و، معاینه یې کړم، زړې نسخې یې په غور وکتې، نوي درمل یې راته ولیکل ماته یې مخ کړ او راته یې و ویل په ذهن دې ډېر بوج .دې ویې غورزوه ډېر فکر مه کوهزه ورته موسکی شوم نور مې ورته هېڅ ونه ویل، له ځان سره مې ویل! څنګه له سوچونو فکرونو ځان وژغورم د دې نیلي واګې اوس زما له ګوتو وتې دي ګورو .به چې چېرته ترې پرېوځمډاکتر زمرک ته ورمخ کړ او ویې پوښته ته د غزن څه یې؟-ډاکټر صاحب له دېرو کلونو راهیسې مې نزدې ملګری دی. ډاکټر سر وخوزوه په السونو یې خپلې عینکې سمې کړې او له زمرکه یې دویمه پوښتنه وکړه )د (c) ketabton.com: The Digital Libraryغزن شوقونه څه دي؟( هغه ورته و ویل ډاکټر صاحب اوس خو یې همدغه یو شوق دی سوچونه کول، ډاکټر وخندل او وې ویل له دې شوقه وړاندې یې د څه .شوق درلود؟-ډاکټر صاحب وړاندې له دې یې کتاب، رباب او غرونو سره شوق و او یو بل زورور شوق یې هم درلود. ډاکټر و ویل: زه وپوهېدم، د کورنۍ له غړو سره یې خبرې وکړه ته یې نزدې ملګری یې ښه به همدا وي چې د رباب او کتاب سره دوه په دوه د کومې غرنۍ سیمې سیل ته الړ شئ ګوندې دا تجربه یې په روغتیا .ګټوره اغېزه وکړيله کلینکه راووتو زمرک همدا ټینګار کاوه چي سیل ته بهځو زه او ته خو ډېر تللي یو خو دا ځل تلل ډېر اهمیت لري، ستا د درملو هومره اهمیت. ما ورته و ویل: هر څه بې ګټې دي څانګه نه شته له هرې منظرې نه ساه وتلې ده. په کوم څیز به مې له څانګې لرې باسې چې په هر څیز کې څانګه وي، د روغتون تنګه کوته وي او که د بزرګې څوکې لمنه، دواړه به راته یو راز وي، په دې خبره مې زمرک موسکی شو ویل یې بزرګه څوکه بزرګه څوکه ده، خامخا د چا د کلي هوا .ګاني پرې لګيدې خبرې او شاعرانه استدالل بال خوند راکړ، الځوابه یې کړم پر شونډو مې (c) ketabton.com: The Digital Library.ډېرې ورځې پس تته موسکا خپره شوهزمرک چي زما پر شوډو موسکا ولیده په څېره کې یې د خوښۍ احساس وځلېد، پوه شو چې خبره مې ورسره ومنله، یو الس یې زما پر ولي کېښود او بل یې هوا ته پورته کړ له خوښۍ نه یې چغه کړه دغسي دا ادا دې ښه وه، دا عادت دی د ادم خان نه و، زما د ملګري غزن غوندې پرېکړه دې وکړه، بیا سره بېل شو او کورونو ته الړو. مشران او د کور غړي مې د ډاکټر له وینا نه خبر کړل، ټولو دا خبره خوښه کړه، د اړتیا وړ څیزونه مې د سفر په بکس کې واچول مازیګر تېر دروازه وټکېده، چې پته ولګېده زمرک و، ور ووتم له ستړي مشي وروسته مې بلنه ورکړه چې په بېټک کې کېنو، بخښنه یې وغوښته ویل یېپه کور کېمې .خبره وکړه ځم تیاری کوم سبا سحر به د ګاډۍ سره درته د کور مخې ته والړ یمما ورته و ویل زه خو به تیار یم، خو دا راته و وایه چې ځو به چېرته؟ هغه په خندا شو ویل یې د ځای انتخاب خو مو پخوا کړی و، د رباب له ترنګه خو څه جوړ نه شو، اوس به درباندې د “میاعلي صاحب”د ځنځیرونو شرنګا اورم او یا به د سپین غره د بزرګې څوکې لمن نیسو ګوندې کرامت یې درباندي کار وکړي، .په دې خبره یې خندا راوسته او ورسره مې ومنله(c) ketabton.com: The Digital Libraryشپه تېره شوه، سحر شو رښتیا هم زمرک د ګاډۍ سره راغی او ننګرهار ته د تلو په نیت روان شو، زمرک راته و ویل په “تورخم”نه اوړو، چې د غرونو ننداره مو موخه ده ولې په تیراه الړ نه شو الرې یې ستونزمنې دي، خو ځه خیر دی کچرې شته ما ورته د ټوکې په انداز و ویل که کچرې نه وي نو بیا، ویې خندل ویل یې ما هم د ډېرو غرونو لوړې ژورې له پښو ویستي، غم مه کوه په شادې پر غره اړوم، د ګاډۍ د اسپې د موزونو قدمونو د ښکالو د سر او تال په خوند کې د موټرو اډې ته ورسېدو، سیټ مو ونیو څو شېبې پس موټر حرکت وکړ، لږ وخت پس فالینګ کوچ موټر د خړ خیبر په کږ لېچونو کې روان و، زمرک مې د خیال لړۍ غوڅه کړه او راته یې و ویل: خیبر هم د نګ غرونه لري، خو کاش چې د سوات په غرونو په څېر شنه وای، ما ورته و ویل ګرانه به وي، چې د سوات غرونه له خیبره غوره وګڼم، فطرت باید زموږ ټولې جذباتي، تخیلي، روغتیایي، روایتي او ان روحاني غوښتنې پوره کړي، خیبر په خپل ځای پوره اهمیت لري، د دې په تورو کاڼو کې چې د لرغونو فاتحینو د ښوېدلو نیلیو د نالونو کوم نقشونه پاتې دي د نړۍ مورخینو ته د هالل حیثیت لري، هغه هالل چې د ماضي د ماښامونو الره ورته معلومه ده، خیبر د یو ستر قامي روایت امین دی او اوس خو په دې غرونو کې د ستر حمزه سندرې هم غزونې کوي، خو ته به وایې چې ما د (c) ketabton.com: The Digital Libraryسوات او خیبر ښکالیزه پرتله کوله که داسې وي، نو زه د سوات ښایست هم له خیبره ډېر نه ګڼم، د کشمیر رنګي سوات شوخ شینوالی د جمال تږي ذوقونه تازه کوي، دلته هیبت، لوړتیا او ټینګوالی د جمال تږي ذوقونه اوبه کوي او روح د حېرت په وزرو د یو نامعلوم ښایست په لور په پرواز راولي، زمرک موسکی شو ویل یې سمه ده زه پوهېږم چې هسې په نوم د ادبیاتو محصل یې ګنې ګړه وړه دې .د فلسفیانو په شان دي-ما څه ویلي دي هغه څه مې چي زړه ته راځي، د مدلل بیان هڅه یې کوم نوره ستا خوښه، چې هر نوم راباندي ږدې ماته منظور دی. زمرک په خندا شو ویل که دغه راز څو مناظرې مو وکړې انشاءهللا زما کار به هم وکړې چېرته د غره په سر به ناست یم السونه به لېونیانو غوندي اچوم او وایم به )من مست و تو دیوانه، ما راکه بردخانه( هسې به ځینو شاګردانو دري درس ته غوږ نه نیو، ګوره چې ما ورته غوږ نیولی و د ښوونکي دا خبره مې څومره په ځای وکړه ما ورته په موسکا و ویل دا الزام خو دې بېرته واخله چې چا دري ته غوږ نه نیوه، د ړومبۍ خبرې غوندي دي دویمه هم بنسټ نه لري کومه منظومه خبره چې تاوکړه هغه د موالنا جالل الدین بلخي ده. زمرک په کړس، کړس وخندل ویل یې خبره د مستۍ وه، جذباتي غوندې شوم بخښنه غواړم، خو ته هم له دې معما، معما خبرو نه تېر (c) ketabton.com: The Digital Libraryشه، هغه اوزي وګوره څنګه آوازونه کوي دا راته و وایه، چې د خیبر او پېښور د .اوزو د آوازونو تر منځ څه توپیر دیپه دې خبره ما هم غلي، غلي وخندل، دا ځواب به هم په فلسفه کې ګورو، د ډاروین په کتابونو کې به یې ګورو چې د غره او هوارې څاروي په کومو برخو کې توپیر لري و ولې یې لري. ښه په دې نه پوهېږې خو که درته و وایم چې ښارۍ او غرنۍ جینۍ څه فرق لري نو تر سبا به هم ستا د ښکال پېژندنې لیکچر خاتمه ونه مومي، په دې خبره زما د وجود نابلده خوشالي والوته، بیا څانګه رایاده شوه. هغه هم د خپلې خبرې پر اغېز وپوهېد، غلی شو زه هم په فکرونو کې ډوب شوم په دې کې کلنډر غږ وکړ )علي مسجد واال( موږ دواړه هم رانېغ شو موټر ودرېده، خپل بکسونه مو کوز کړل او د تیرا موټر ته وختو د لوړ ژورو، شنو غرونو او خړو خوړونو له نندارو وروسته د تیرا غرنۍ سیمې ته ورسېدو، د پښتنو د قامي روایاتو په کتاب کې د روایتي ژوند په زړه پورې پاڼه وه. زما ننداره نېمګړې ننداره بللې شئ ځکه چې زه د زمان او مکان له پنجرو ډېر زر وتم، کله به ماضي ته تللې وم د څانګې سره به مې خبرې کولې او کله به په راتلونکي وخت کې د څانګې سره د یو نالیدلي غره د سپینې چینې پر غاړه ناست وم، هغې به غلې سندره ویله او ما به ورته د نغمو مترنمې جامې جوړولې، تیراه (c) ketabton.com: The Digital Libraryته په رسېدو مو یو زلمی ولید، پر الره یې د راډیو سندرې اورېدې د پاخه عمر یو سړی پرې راډیو بنده کړه ورته یې و ویل په الرو کې سندرې اورېدل د پښتنو روایت نه دی، زمرک راته و ویل دلته خو ژوند گران دى پر سندرو هم قدغن دى، ما ورته وویل ښه قدغن دی غوږ شه ټول چاپېلایر سندره، سندره دی، د مرغانو اواز، د روانو اوبو آواز، د ونو د پاڼو آواز بس لکه د رباب د بېالبېلو تارونو بېل آوازونه چې یوه نغمه جوړوي، غوږ شه څومره موزونیت او موسیقیت لري لکه د څانګې د ګلورینو پاپیو د ښکالو سر او تال، په داسي حال کې د راډیو سندره داسې ده لکه په حلوا کې اغزي. زمرک په خندا شو ویل یې تا رښتیا ویل ته په هر څه کې د څانګې د ښایست اجزا ګورې، خو د راډیو بندول داسي هنري جواز، بلکې روایتي بندیز نه لري لکه ته یې چې وایې، ما هم ورسره د سر په خوځولو او د شونډو په موسکا ومنله ، پر الره روان و یو خوا بل خوا مو کال ګانو ته کتل چې لوړ، لوړ خونړي برجونه یې لرل داسې ښکارېده لکه د دې کال ګانو تر منځ چې هېڅ اړیکي نه وي، خو د سپینو کوترو سیلونه له یوه برجه الوتل او پر بل کېناستل اخر مو یو ځوان ته و ویل چي موږ سیالني یو ویل یې هیڅ غم مه کوئ، زما مېلمانه یاست. زېړ مازیګر و، په غرونو وروستۍ وړانګې خورې وې داسې ښکارېدل لکه د سیمې نه چې زرین دیوالونه تاو شوي (c) ketabton.com: The Digital Libraryوي، یو ډله نجونې له ګودره را روانې وې چې زموږ خواته راورسېدې د ګرېوان روپیو او د لمن پاولیو یې نغمه خپروله، زموږ میزبان سره ټوپک و، زمرک ترې پوښتنه وکړه. چې ولې ټوپک ګرځوې ویل یې دا د سړیو ګاڼه ده، ماښام حجرې ته الړو ښه ډوډۍ یې راباندي وخوړه، د لمانځه لپاره ټول حجره پاڅېده زموږ زړه و او که نه، خو اودسونه مو وکړلاو پر لمانځه ودرېدو، بېرته چې حجرې ته راغلو یو نوي زلمي د تېراه د مېلمه پالنې خبرې کولې، زمرک ماته په شوخو سترګو وکتل بیا یې هغه زلمي ته مخ کړ ویل یې موږ ستاسو مېلمانه یو سندرې اورېدل غواړو، هغه موسکی شو او غږ یې کړ سپین ګله! مېلمانه سندرې غواړي. سپین ګل اواز ورکړ لږ صبر وکړه څه ګورو چې سپین ګل د چرسو چیلم ته ناست و غټ، غټ برېت او له جالله ډکه څېره یې لرله سرې سترګې یې زموږ پر لور را واړولې او ویې ویل تاسو سندرې اورئ؟ ما ته هغه د الرې راډیو رایاده شوه او د سپین ګل سرې سترګې راته مخامخ وې. زړه راته و ویل ورته و وایه چې: نه نه موږ سندرې نه غواړو، خو چا آواز ورکړ هو همدوی و ویل، ښه ده نن به ښه آوازونه ورباندي واورم، خو کارتوس نه شته زه یې راوړم تاسو دا کړکۍ بندې کړئ، غږ تر لري الړ نه شي، ځوان و وت زمرک له بله کټه راغی ما سره کېناسته ویل یې لکه، چې مرګ مو راغی،ما ورته و ویل مازیګر دې ونه (c) ketabton.com: The Digital Libraryلیدل چې هغه الروی یې د راډیو له غږولو منع کړ، دوی به البته زموږ دا .غوښتنه د ځان سپکاوى ګڼلی ويدواړه ښه وېرېدلې و، زمرک راته په غریو نیولي غږ و ویل: اجل مو دلته راورسولو، موږ په همدې سوچونو کې و چې هماغه سور سترګی ځوان راننوت ټیپ ریکارډر ورسره و خو لکه ناوې یې د راز، راز ټوټو په پوخ کې نغښتی :ویي ویل اول زموږ د وطن سندره واورئپه سر یې واورې وروي په بېخ ګلونه ديالړ شه د تېراه په غرونو باران وریږيسره له دې چې زمرک وېرولی وم خو په سندره کې ډوب شوم او دا ځکه چې په سندره کې غرونهاو باران و، زه یې ټولګي ته رسولی وم او په غلي او ورو آواز :مې د څانګې له خولې دا سندره اورېدهدا ګېر چاپیر په غرونو راغله بارانونه یارهږلۍ وریږینهمه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی(c) ketabton.com: The Digital Libraryزه ال په سوچونو کې ډوب وم چې زمرک مې پر ولي الس کېښود ویل یې ته خیال پلو وهې څه به کیږي د کارتوسو آواز، کړکۍ بندول، څه خو شته هغه دا خبرې کولې چې د ټیپ آواز خراب شو، سپین ګل بند کړ مسالې یې ترې راو وېستې په اور یې کېښودې او موږ ته یې رامخ کړ ویل یې مېلمنو خپه نشئ دوکانه بند و نوي کارتوس پیدا نه شو دا زاړه به په اور ګرم کړو، ما او زمرک یو بل ته وکتل او موسکي شو زمرک ورته و ویل تاسو دې ته کارتوس وایي؟ هغه وخندل ویل یې ولې تاسو یې کارتوس نه بولی؟ زمرک ورته و ویل نه د ننګرهار خلک یې )مسالې، بېټرۍ یا بالټۍ( بوليپه پېښور کې ورته سیلونه وایي حجره کې ناستو خلکو ته دا نومونه عجیبه و. ویې خندل زمرک ورته و ویل تاسو زموږ نومونو پوري وخندل، خو ستاسو نوم موږ ژړا ته راوستي و، هغه ځوان ترې په خپله لهجه پوښتنه وکړه چې هغه څنګه؟ زمرک ورته و ویل موږ کارتوس د ټوپک ګولۍ ته وایو، ورته یې د مازیګر له راډیو خبره پیل کړه او بیا یې د حجرې او کارتوس ټوله کیسه ورته هغسې وکړه څنګه یې چې احساس کړې وه، د کیسې په ختمدېو په حجره کې داسې یوه زوروره خندا خپره شوه چې تر .اوسه راته یاده ده(c) ketabton.com: The Digital Libraryشپه مو تېره کړه او سبا پیاده د ننګرهار په لور روان شو په رښتیا هم د غرونو الرې ستونزمنې وې. په ځینو ځایونو کې خو به مې د ستړیا له کبله پښې په رېږدېدو شوې، څو شېبې به مو دمه وکړه، بیا به روان شو، زمرک ډېر راته و ویل چې کچره به کرایه کړو. ما ورته و ویل دومره ال پاتې نه یم، که بیخي درته پرېوتم بیا مي څه غم کوه اوس به په دمه، دمه ځو سیل او چکر خو وایې همدې ته له غره واوړېدو موټر مو کرایه کړ له پچیره واوښتو او ځانونه مو د سپین غره لمنو ته ورسول. سپین غر ځکه ورته وایي چې لوړې څوکې یې تل په واورو .سپینې وي، یوازي سږ کال دغه څوکې د وچ کالۍ له کبله بې واورو وېمازیګر، مازیګر یوه کلي ته ورسېدو د لمر سترګه د یوې شنې څوکې په نښترو کې داسې ښکارېده لکه ناوې چې شین شال پر مخ هوار کړی وي او زرینه ټیکه یې له حیا ډکې پلوشې شیندي شپانه شپېلۍ په الس د خپلو رمو سره د آبادۍ په خوا را روان و، د وړو، وړو ورکیو د پښو ترپکې او د غرنیو ویالو نغمې یو ځای کېدې د تنورو په پیروزئي لوګیو کې تاویدې، له هسکو څوکو یې خولې .اخیستې او په نامعلوم لوري یې خاموش پړاونه وهلښکلی کلی ؤ، دومره ښکلی چې نندارې مخکې تلو ته نه پرېښودو، زمرک ته مې (c) ketabton.com: The Digital Libraryو ویل چې شپه به همدلته کوو خو یوه خبره واوره چې دلته به د څانګې یادونه راته نه کوې، کېدی شي څوک یې وپېژني دا غرني پښتانه دي، په تبرونو به مو داسې میده کړي لکه وچ لرګي، بله دا چې د څانګې یادونه به ما هم له کومه ګړنګه وغورزوي، هغه راسره په ورین تندي ومنله. د یو سپین سندریز خوړ په غاړه پر یوه شنه جلګه کېناستو د خوړ له شونډو پسته غرنۍ سندره پورته کېده او .باد ورته په مینه، مینه د څېړیو شنې پاڼې نڅولېهغه مهال چې شنې صحرانۍ کوترې جوړه جوړه خپلو ځالو ته ستنېدې یوه زلمي پر موږ سالم واچو، موږ هم غبرګ وعلیکم السالم و ویل، زلمي هم لکه د خپلې سمسورې سیمې هوا په نرمه ژبه خبرې پیلکړې، ویل یې مېلمانه ښکارئ، له .کومې خوا مو پېښه کړې ده؟زمرک ورته و ویل د همدې ننګرهار یو، سیل لپاره راغلي یو، خو دلته پېژندګلو .نه لروغرني ځوان وخندل ویل یې دا د سپین غره د لمنو ننګرهار دی، دا د هر افغان وطن دی، پښتون وي، پارسي وان وي او که نورستاني، پورې غره کې یو ځای دی، “توره بوړه”یې بولي. کله چې سره کاپر راغله د ننګرهار د مجاهدینو لوی مرکز همدلته و. د هر ځای او هر قام خلک په کې و. ډېر یې د همدې ځای شول. (c) ketabton.com: The Digital Libraryله خوړ سره نزدې هدیرې ته یې الس ونیو، یوه ډېره لویه هدیره وه، دا د شهیدانو هدیره ده زموږ مېرمنې او نجونې چي له خدایه خپل مرادونه غواړي، همدې هدیرې ته ورځي او هغه دسمالونه ورته جنډه کوي چې په خپلو ګوتو یې پرې کښیدې کښلي وي او غرني ګلونه یې پرې جوړ کړي وي، چې د جنګ په کلونو کې د ټول افغانستان نه راغلي مجاهدین مو وخت بې وخته پاللی شو، اوس خو که هېڅ نه وينه سره کاپر په وطن کې شته او نه په دې لمنو کې جنګ شته، تاسو زما مېلمانه یاست ځئ چې حجرې ته ځو ما ورته و ویل سمه ده خو څو شېبې به همدلته کېنو، هغه هم ومنله د ماښام تیارې په خورېدو وې خو پر هدیره د رڼا پړاو راته او څراغونه یې په بلېدو و، د خوړ نه پورې غاړه یوه نړېدلې کال وه، زمرک د هغې په اړه پوښتنه وکړه، هغه ځواب ورکړ چې د سره پوځ ټول فکر همدې غرونو ته و ډېرې بمبارۍ یې وکړې پوځونه یې راغلل ډېرې کالګانې یې ورانې کړې خلک یې شهیدان کړل و ځنګلي وني یې وسوې دا کال هماغه وخت ورانه شوې څښتن یې پېښور کې دی، څوک چې راغلی یا یې هجرت نه و کړی کورونه یې جوړ او مځکې آبادي دي، د مهاجرینو کورونه هماغسې ړنګ او پټي شاړ .ديد غرني ځوان خبرې مې تر همدې ځایه اورېدلې وې، نور مې پام د خوړ په اوبو (c) ketabton.com: The Digital Libraryد شهیدانو زیارت ته اوښتی و. د ډیو په رڼا کې د جنډو رنګونه داسې ښکارېدل لکه له ډېر لرې ځایه چې څوک د رنګ رنګ ګلونو ټل ګوري، نرۍ هوا د ډیوې لمبې داسې کږولې لکه د مستو جینکو ډله چې د آزادۍ جشن نمانځي او د خپلو ځوانیو په ټول زور نڅیږي. بله خوا جنډو د درې په سپېڅلې فضا کې راګ خپراوه، د مراد راګ، ما له ځانه سره و ویل څومره د کار خلک و دغه شهیدان په ژوندیو کې داسې خلک نه شته په یوه او بل نوم سره وژني بیل شعارونه لري، خو دا شهیدان د بېلو ژبو ویوکي د جال قومونو وګړي او د مختلفو والیتونو اوسېدونکي و، چې ژوندي و یو مرام یو شعار او یو یې سنګر و اوس چې شهیدان شوي د ټولو جنډو آوازونه یو راګ جوړوي د اتفاق راګ د آزادۍ او آبادۍ راګ ای کاش زموږ د هیواد وګړیو غوږونه لرالى او دا له حکمت نه ډک سپېڅلې سندریز راګ یې اورېدای شوای زما دعا وه او د غرني ځوان دا وینا چې حجرې ته به ځو، پاڅېدو که موږ شو او که دی شو خو زموږ دوه بکسونه یې خپلو دوه ولیو ته واچول زمرک ربابپه اوږه کړ او زه ورسره تش روان شوم حجرې ته ننوتو، د هغه ځوان د کورنۍ نور مشران او ځوانان زلمي هم راغلل، یو بل ته مو ځانونه معرفي کړه. د هغه ځوان نوم چې موږ یې حجرې ته راوستو، شین ګل و. له پېژندګلو وروسته شین ګل نورو خپلوانو ته و ویل: چې دا ورونه (c) ketabton.com: The Digital Libraryافغانان دي سیل ته راغلي دي.یوه مشر و ویل دوی ایله سږ کال سیل ته راغلل چې وچ کالي ده. د ښار خلک ابشارونه خوښوي و اوس ډېر ابشارونه خاموش دي، واوري به وې، چې ګټان، ګټان به راښوېدې، خو سږ کال زموږ د عملونو له السه د بزرګې څوکې مخ هم تور دی، ځنګلونه مو و وهل او په ویړیا بیه مو وپلورل مېوه دانه هم کمه شوې ده، تېره ورځ د شمشاد ملک په حجره کې جرګه وه په غره وران شوي و، د خدای فضل و کور یې ودان دواړه غاړو واک راکړ النجه غوڅه شوه، موږ ټول مشران ناست و د کومې موسسې خلک راغلل ویل یې ځنګلونه مه وهئ، کېدی شي سږ نۍ وچکالي له همدېکبله راغلی وي ځکه چې چېرته ځنګل ختم شي باران هم نه کیږي، یا کم کیږي، موږ یو بل ته وکتل خو بې دالسونو مروړلو راته څه پاتې و؟ رښتیا که دا وچ کالي د غرونو د ځنګل وهلو له کبله راغلي وي، .څومره لویه ګناه به مو کړي وي، خدای دې راته معافي وکړيد شین ګل دوی حجره د غره په نیمایې کې په ډېر ښکلي ډول له کاڼو او لرګیو نه .جوړه وه. یوه کړکۍ یې د الندې درې او پورې غره په خوا پرانستل شوې وهزمرک د کوربنو سره خبرې کولې او ما له کړکۍ نه د درې ننداره کوله، ځیني خلک چې کورونه یې بره په غره کې و پېلوځي یې په السونو کې و، خو راڼه(c) ketabton.com: The Digital Libraryپېلوځي، پېلوځي نه ښکارېدل بلکې لکه ځیني ستوري چې آسمان ته خېژي او ځینې راکوزیږي، ډوډۍ مو وخوړه ما د درملو پسې خپل بکس پرانېست پر سر یې د فلسفې کتاب پروت و. یوه زلمي ولید زما خواته رانزدې شو ویل یې د څه کتاب دی زه یې وګورم. ما ویل ولې نه، زلمي کتاب واخیست او د الټین خواته نږدې شو، څوشېبې یې واړو راواړو بیرته یې راکړ پوه نه شوم چې د الټین په تته رڼا کې یې لوستی نه شو او که خوند یې ورنه کړ،شپه چې په پخېدو شوه کوربانه یو په بل پسې و وتل تر ټولو وروسته شین ګل ووت او ژمنه یې وکړه چې سحر به که خیر و سره ګورو، یوازې هغه زلمی پاتې شو چې له ما یې کتاب اخیستی و، زمرک ته مې و ویل زه ډېر ستړی یم که اجازه دې وي وبه غزېږم. هغه هم راسره خوښه کړه د شپې په تېرېدو د ځناورو آوازونه هم پیل شول او د هغو کاڼو آوازونه مې هم اورېدل چې د ځناورو د پښو له کبله ژورو ګړنګونو ته پرېوتل ما ځان په بړستنه کې نغښتی و خو مخ مې لوڅ و د غره دغه ټول آوازونه اشنا و او که نا اشنا په ما ښه لګېدل خو تر ټولو ډېر .خوند راته د ابو چڼهار راکاوه، د څانګې د غلې او پستې سندرې په څېر خوندما دغرنۍ شپې خبرې اورېدې او د څانګې د وجود تشبیه مې په کې لټوله، کوم زلمی چې په حجره کې پاتې و هغه ودرېد، چې له خپله کټه پاڅېده د کټ چغار یې

زما د تصور ځنځیر مات کړ، هغه الړ او د زمرک د کټ په لنګه کېناست او .ورسره یې خبرې پیل کړېد غرونو د ژوند، دودونو او میودانو په اړه یې معلومات ورکول، بیا یې زمرک ته و ویل: تا وړاندې و ویل چې له پېښوره راغلي یاست، موږ هم پېښور ته هجرت کړی و، هم هلته مې تر نهمه سبق ویلی دی. بیا یې د زمرک نه د تعلیم پوښتنه وکړه. زمرک ورته و ویل: زه ا و غزن دواړه د “کاینات لېسې”نه فارغ .یو اوس دواړه د ادبیاتو پوهنځي د لومړي کال محصلین یوزلمي په هیجاني انداز و ویل د کاینات لېسه! د کاینات په لېسه کې زما د ترور .لور هم سبق وایه، څانګه نومېده، هغه د همدې ځای وه د سپوږمۍ کلي وهد دې خبرو په اورېدو زما زړه په درزېدو شو سترګې مې دومره وغړولې، چې ایله به مې پورتني اوښکتني باڼه جدا شوي وو، خو بیا هم د الټین په تته رڼا کې د زمرک د سترګو حیرت او وارخطایي لکه د تتو ستورو ځلېده، ما ځان ټینګ کړی و او دا مې هڅه وه چې زمرک مې ویدٔە وګڼي، زمرک هم اریان دریان و هېڅ یې نه ویل لکه چې زما خبره یې په یاد وه چې د څانګې په اړه به هېڅ نه وایې لکه بت ناست و، خبره یې هم په بله نه شوه اړوالى او یا یې دې لپاره خبره نه بدلوله، .چې ځان پوره خبر کړي(c) ketabton.com: The Digital Libraryهلک خبرو ته دوام ورکړ هغه هم څو میاشتي تر مخه فارغه شوه، دوه ورځې یې ډوډۍ ونه خوړه ډېر یې وژړل پالر ته یې همدا ویل چې زه نور سبق وایم، پوهنتون ته ځم، خو بدمرغه وه نصیب یې نه و، د غرونو خلک جینۍ مکتب ته نه .پرېږدي پوهنتون خو ورته سور کفر ښکاريمجبوري بده وي د ولور په مینه کې یې د بنګزار کلي بوډا بزګر ته واده کړه خوشاله نه ده، څوک به څه و وایي، خواره یې لکه وچه دړګۍ تناره ته و ویشته،و .خو هسې تاسو پېژنده؟زمرک لږ غلی شو، ماته یې راوکتل او بیا یې په تت آواز ورته و ویل، نه، نه .موږ نه پېژنده ډېر ټولګي و خدایزده په کوم یوه کې به وهد زمرک او کلي وال خبرې ختمې شوې، الټین یې مړ کړ او په کټونو کې وغزېدل، په زړه مې څه چل کېده، خو ځان مې ټینګ کړی و، کله به مې په بدن کې د بریښنا غوندې ټکانونه خپرېدل او کلهبه مې په سر کې څړیکې شوې، السونو او پښو مې غېر ارادي حرکتونه کول تر سحره خوب رانغی، زمرک هم اړخ په اړخ اوړېده د بازوګانو له چغاره یې څرګندېده چې ویښ دی، سحر شو، ودرېدل راته ګران و، لمونځ مې په ناسته وکړ، زمرک چې لمونځ وکړ دالسه یې ونیولم راته یې و ویل: ستا خو ډېره سخته تبه ده دا ولې؟ ورته مې و ویل نه (c) ketabton.com: The Digital Libraryپوهېږم شاید د پرونۍ ستړیا او بېګانۍ یخنۍ وجه وي، خیر دی ښه به شم هغه مې بکس خالص کړ ګولۍ یې راکړې، خو اثر یې نه کاوه څاښت مهال مې غوښتل چې بېرته د پېښور په لور حرکت وکړو خو شین ګل نه منله ویل یې په داسې حالت کې خو دې بیخي نه شو پرېښودی. طبیب به درته راولم زموږ د غرونو له بوټو نه ښه دارو و درمل نه شته سمدالسه به دې ټک وپتری کړي. ما د طبیب د راوستو نه ایسار کړ ورته مې و ویل په ما کله نا کله داسې چل کېږي خپل درمل .رااسره دي ښه به شمغرمه شوه ډوډۍ یې راوړه د درملو د اغېزې لپاره مې څو کپه وکړل، ګنې کورنیو غوړیو او پنیرو مې زه واهه له غرمې وروسته تبې پرېښودم بیا مې شین ګل ته و ویل روغ یم، تبه یې زما وکته الس مې یخ و، د ماڼو ګانو، غوزانو او دنداسې سوغاتونه یې راکړه او رخصت یې کړو، ما پېښور ته راتلل غوښتل، خو زمرک ټینګار کاوه، چې ښکلې سیمه ده مخکې ځو، ګوندې په صحت دې ښه اغېزه وکړي. په نه زړه مې ورسره ومنله زمرک بیا دواړه بکسونه اوږو ته .اچولي و، رباب یې هم اخیسته خو ما ورته ویل ښه یم دا دې ما سره ويمازیګر مهال به وچې یوې ښکلې غرنۍ بانډې ته ورسېدو، بره له غره نه ښایسته (c) ketabton.com: The Digital Libraryورخ اوبه لکه ابشار راتوېدې خو د ځنګله نه د تبر راتلوونکي غږ یې نرم تال .ماتوه، د دې دواړو غږونو په جسد کې د یوه خواږه روح احساس هم کېدههو! ما سندره اورېده د څانګې سندره کټ، مټ هماغسې غلې سندره لکه په ټولګې کې به یې چې ویله ورته ودرېدو څه ګورو چې څانګه د خپل مېړه پسې .وهل شوې څانګې ټولوي او ورو، ورو سندره وایيحالت مې په خرابېدو و، نه پوهېدم چې څه وکړم، زمرک پوه شو کلک یې له السه ونیولم وړاندې یې راکش کړم ما ورته و ویل زمرکه ځو، خو لږ مې پرېږده، هغه مې الس پرېښود بکس مې خالص کړ د فلسفې د کتاب لومړۍ پاڼه لکهد کتابچې سپینه وه قلم مې راواخیست او پرې مې ولیکل:)څانګې همدا سندره یو ځل بیا و وایه زما لپاره(څانګه او خاوند به یې چې په کومه الر راتلل تنګه وه، کاغذ مې د غره د ډ ډې پر همدې تنګه الر کېښود په کنج مې ورته سپین کاڼی کېښود او پر منځ یو غرنی .ګلزه او زمرکلږ وړاندې الړو او یوې شنې غونډۍ ته وختو د څانګې پر لور مو کتل څښتن یې پنډ وتړه او رسۍ یې له دواړو ولیو تاوه کړه، د څانګې په زور یې پنډ اوچت کړ او روان شو، زړه مې درزېده چې د څانګې پام به کاغذ ته واوړي (c) ketabton.com: The Digital Libraryاو کنه، خوښه وه اوچت یې کړ، نوم مې ورسره نه و، خو خط یې زما وپېژنده له موړې چې راکوزه شوه لکه لېونۍ یې یو خوا بل خوا ګړندي ګامونه واخیستل موږ ورته د شنو بوټو له شا ورکتل زمرک راته و ویل ښه دې ونه کړه، ما هېڅ ځواب ورنه کړ بس څانګې ته مې کتل د هغې دیدن له هر منطق نه راته زورور ښکارېده، حسین چاپیلایر و، د مرغانوسندرې، د چینو ورېښمین اهنګ، ابشارونو او د شپونکي شپېلۍ کاینات یوه دلفریبه نغمه ګرځولې وه. رباب مې په غېږ کې ونیو د څانګې سندره مې په کې راواړوله خو دومره ورو چې ایله ما او زمرک :یې احساس کاوهدا ګېر چاپېر په غرونو راغله بارانونه یارهږلۍ وریږینهمه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دیغرونه و، سندره وه، بس یو باران نه و خو هغه کمي شاید زما او څانګې اوښکو .پوره کړی وڅښتن یې بار کېښود د څانګې په ننداره شو، هر چا چې کارونه کول پر خپلو، خپلو ځایونو ودرېدل داسې حیران و، لکه چي د قیامت ورځ وي لکه لمر چې له (c) ketabton.com: The Digital Libraryبرخه راختلی وي، لکه د څانګې سندره، چې د اسرافیل شپېلۍ وي. پښتنه غرنۍ سیمه د ښځي سندره او هغه هم په دومره لوړ آواز، شېبه په شېبه د څانګې د سندرې سوز ډېرېده او آوواز یې لوړېده تر دې چې د فطرت ټولې سندرې په کې ورکې شوې، موږ سره نزدې یو ځوان لرګي وهل خپل تبر یې په شنه څانګه کې خښ پرېښود سترګې یې سرې شوې داسېښکارېده چې د څانګې د سندرې ګناه خوند ورکړی او چې سندره ختمه شي نو د ثواب په نیت به څانګه په خپل تبر اندام، اندام کړي ما د خپل زړه درزا ته د رباب د نغمې وزرې جوړولې او د سپین غره په فضا کې مې د څانګې سندرې ته ورغاړې ایسته، له سندرې سره کایناتو نڅا کوله زما پر سر هم چکر راغی، د غره نښترو اتڼ کاوه او هسکې څوکې نڅېدې، پر ځان نه پوهېدم چې له رباب سره مې څه کول ایله بس دومره پوه شوم چې د رباب تار وشلېده او په سترګو مې تیاره شوه او چې بیا مې سترګې وغړولې نو پېښور کې د خیبر هسپتال په ایمرجنسي وارډ کې زمرک او څو تنه .ډاکټران زما سرته والړ.

Post a Comment

0 Comments